د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې یوې چاودنې درې ملکي کسان ووژل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

افغان مقاماتو ویلي چې د هرات په ولایت په یوه بمي چاودنه کې درې ملکي وگړي وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، وویل چې ددغو ملکي وگړو د سپرلۍ په موټر په گذره ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یو بم چاودلی دی.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې په دغه چاودنه کې درې واړه وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

تر اوسه ددغه چاودنې مسؤلیت کوم کس او یا کومې ډلې ندی منلی، خو ښاغلی فرهاد وایي چې پدغه سیمه کې طالب جنگیالي فعالیت لري.

له دې سره جوخت د کندز ولایت امنیتي مقاماتو ویلي چې لږ تر لږه څلور طالب جنگیالي د خپل بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

دوی وایي چې دغه چاودنه د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې هغه وخت شوې چې طالب جنگیالي د سړک پر غاړه بمونه ښخول.

XS
SM
MD
LG