د لاس رسي وړ اتصالات

نایجریا کې یوې محکمې یو کس ته حکم کړی چې خپل چرګ حلال کړي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د نایجریا د کانوی په ښار کې یوې محکمې یو سړي ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړی چې خپل چرک ووژني.

د دغه سړي ګاونډي شکایت کړی دی چې دغه چرګ یې خوبونه تښتولي دي.

د محکمې قاضۍ حکیمه والي د چرګ خاوند مالام یوسف ته وویل چې چرګ یې ګاونډیانو ته مزاحمت کړی او باید ووژل شي.

خو یوسف محکمې ته وویل چې دا چرګ یې د مسیحیانو د مقدسې ورځې «ښې جمعې» د نمانځنې لپاره اخیستی او باید د جمعې تر ورځې مهلت ورکړل شي.

قاضۍ د مالام یوسف غوښتنه ومنله خو ټېنګار یې پرې وکړ چې باید چرګ ته یې اجازه ورنکړل شي چې ګاونډیانو ته مزاحمت وکړي.

نوموړې د چرګ له خاوند څخه وغوښتل چې په خپلې ژمنه وفا وکړي او که دا کار یې ونکړ، جریمه به شي.

په نایجریا کې د اهلي حیواناتو ساتل کوم جرم نه دی، ځینې خلک دا ډول اهلي حیوانات په خپلو کورونو کې د پلورلو لپاره او ځینې نور یې د خوړلو لپاره ساتي.

محکمه داسې مهال د دغه چرګ په قضیه پرېکړه کوي چې نایجریا غوندې هېوادونو کې یو شمېر خلک شکایت کوي چې محاکم یې دعوې په خپل وخت نه اوري او په اړه یې پرېکړه نکوي.

XS
SM
MD
LG