د لاس رسي وړ اتصالات

د ګازو او نفتو پخوانی مشر د فساد په تور په ۳ کلونو بند محکوم شو


ولید تمیم
ولید تمیم

د افغانستان د درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې لومړنۍ محکمې د دغه هېواد د ګازو او نفتو تصدۍ پخوانی مشر عبدالولید تمیم په درې کاله تنفیذي بند محکوم کړ.

د افغانستان ستره محکمه وايي چې د ښاغلي ولید دوسیه د دندې اړوند صلاحیتونو نه د ناوړه کارونې په اتهام څېړل شوې وه.

د سترې مخکې په وینا دغه محکمه پرون یکشنبه اپرېل ۲۵ (غويي ۵) وشوه چې عبدلولید تمیم پکې ګډون نه دی کړی.

د حکم پر بنسټ د حکومت دغه پخوانی چارواکی اړ دی چې «۲۲۱ ۵۷۴» امریکايي ډالر هم د دولت خزانې ته وسپاري.

په همدې حال کې ولید تمیم پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې محکمه د ده او د مدافع وکیل په نشتون کې شوې ده.

تمیم پر ده لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي دي: "له عدلي او قضايي بنسټونو نه غواړم چې په منصفانه ډول دوسیه وڅېړي، تر څو په فساد اخته کړیو د کړنو مخه ونیول شي."

له دې مخکې د افغانستان لوې څارنوالۍ ویلي و چې عبدالولید تمیم د اداري فسادو په برخې کې درې دوسیې لري.

XS
SM
MD
LG