د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتونخوا پولیسو ۸ تنه د یوې جینۍ د بربنډولو او ګرځولو په تور نیولي


په خیبرپښتونخوا کې پولیسو اته تنه د یوې شپاړس کلنې جینۍ د جامو د شلولو او په کوڅو کې د گرځولو په تور نیولي دي. دغه سړو د جینۍ په ورور تور لگولې و چې د هغوي ناموس ته یې سپکاوې کړیدی ځکه چې د جینۍ ورور د هغوي د کورنۍ د یوې جینۍ سره اړیکي لرلې.

دغه جینۍ چې شریفا بي بي نومیږي، وایي چې هغې چې کله پولیس ته ولاړه نو پولیس ورته گواښ وکړ چې خپل بیان دې بدل کړي. هغې د پاکستان جیو ټلویژن ته وویل "ما ته پولیسو گواښونه کړي و نو ځکه ما دا نشو ویلي چې په ما څه تیر شول. په ما په زوره هغه څه وویل شول چې ما نه غوښتل هغه ووایم."

دغې جینۍ وویل چې پولیسو ورته دا هم وویل چې که هغې بل چا ته دا خبره وکړه نو پولیس به د هغې د ورور خلاف دعوی وکړي. " کله چې ما پولیسو ته خپله خبره شروع کړه نو هغه زما شکایت سم ونه لیکه خو د ځان نه یې بل څه ولیکل."

دغه پیښه د اکتوبر په ٢٧ نیټه د پښتوخوا د ډیره اسماعیل خان په سیمه کې وشوه. په وروستیو څو ورځو کې د بشري حقونو فعالینو او سیاستمدارانو د پېښې خلاف احتجاج شروع کړ.

دغې شپاړس کلنې جینۍ وویل چې د هغې نه یې جامې وشلولې او یو ساعت یې هغه د جرگې په امر په ټول کلي کې بربنډه وگرځوله.

تراوسه پورې د پیښې په اصل مسول پسې لټون روان دی.

په پاکستان کې هر کال په سلگونو ښځې د ناموس په نوم وژل کیږي چې پکې زیاتره د کورنۍ لخوا وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG