د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د نجونو د یو ښوونځي د سوځولو هڅه شوې


د لوګر ولایتي چارواکي وایي تیره شپه د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو په یو ښوونځي وسله والو برید کړی.
د لوګر ولایتي چارواکي وایي تیره شپه د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو په یو ښوونځي وسله والو برید کړی.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې تېره شپه دوو ناپېژاندو وسله والو د نجونو د يوه ښوونځي د سوځولو هڅه کړې، خو بريالي شوي نه دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب امريکاغږ ته وويل، چې دوه وسله وال کسان د مغل خېلو د نجونې ښوونځي ته ننوتلي، لومړی يې د ښوونځي دوه تنه ملزمين تړلي او بيا يې دوو اداري خونو ته اور اچولی و.

شاهپور عرب زياته کړه، چې په دې پېښه کې د يوې اداري خونې دروازه او د بلې هغې يو شمېر فرنيچر سوځلي او اسنادو ته هيڅ ډول زيان نه دی رسيدلی.

هغه وويل چې اور د سيمې خلکو مړ کړی دی.

د محمداغې د مغل خېلو د نجونو په دغه ښوونځي کې له لومړي ټولګي نه تر دوولسم ټولګي پورې ۸۸۱ نجونې زده کړې کوي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

د نجونو دغه ښوونځي ته د اور اچونې هڅه په داسې حال کې شوې، چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۳۰ ښوونځي لا هم د وسله والو طالبانو له خوا د زده کوونکو پرمخ ټړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې دا ښووڼځي وروسته له هغه وتړل، چې د حکومتي چارواکو په وينا په دغه ولسوالۍ کې د شپې په عملياتو کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو.

د ولايتي شورا غړي او د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د سيمې د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې د دې ستونزې د هواري هڅې پيل کړي، خو په دې برخه کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

د شمېرو له مخې په يدغو ۳۰ تړل شويو ښوونځيو کې ۱۰ ليسې او پاتې نور يې منځني او ابتدايي ښوونځي دي، چې په تړل کېدو سره يې ۱۲۰۰۰ زده کوونکې نجونې او هلکان له زده کړو محروم شوي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG