د لاس رسي وړ اتصالات

نامعلومو وسلوالو د سترې محکمې د دارالانشاء رئیس وژلی


د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چې نن د شبنې په سهار شاوخوا نهه بجې د سترې محکمې د دارالانشاء رئیس عتیق الله رؤفي د ناپیژاندو وسله والو لخوا په کابل کې په ډزو ووژل شو.

د ښاغلي ستانکزي پر وینا دغه پيښه د کابل د پینځمې امنیتي حوزې په دیوان بیګي سیمه کې رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې لومړی عتیق الله رؤفي ټپي شو او وروسته یې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې روغتون ته د لیږدولو په حال کې وو.

ښاغلي ستانکزي وویل "عتیق الله رؤفي باندې د نامعلومو وسله والو له لورې ډزې وشوې، لومړی نوموړی ټپي شو او وروسته روغتون ته په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ".

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نیول شوي نه دي خو پيښه د پولیسو لخوا تر څیړنو لاندې ده.

بلخوا د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت مني او وايي چې عتیق الله روفي د هغوی د ملګرو په چریکي برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان د قضائیه قوې دغه لوړ پوړې چارواکې په داسې حال کې وژل کیږي چې دوه ورځې مخکې د کابل ښار په دوو جلا سیمو کې ځانمرګو برید کوونکو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

تیره پنج شنبه مازدیګر مهال د کابل په استقلال لېسه کې یوه تنکي ځوان ورسره چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړه چې د دغې لیسې د فرانسې په کلتوري مرکز کې د ځانمرګو بریدونو په اړه یو جوړ شوی تیاتر نندارې ته وړاندې کیده.

په دغه برید کې یو بهرنی وګړی ووژل شو او نږدې شل کسه چې ورکې د استقلال د لېسې یو شمیر زده کوونکي هم شامل وو ټپيان شول.

دغه راز، د پنجشنبې ورځې پر سهار د کابل د تره خېلو په سیمه کې د یو ځانمرګي برید په پایله کې چې د ملي دفاع وزارت د عملې پر یو کاسټر ډوله موټر ترسره شوې وو د ملي اردو شپږ کارکونکي ووژل شول او دوولس نور یې ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG