د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د یو فلم جوړونکي او اداکارې پر سر سل ملیونه کلدارې انعام ایښودل شوی


په هند کې د هندو واکمن ملت پال ګوند یو غړي ویلي دي که هر چا د یو فلم جوړونکی او هغه نجلۍ چې پدې فلم کې مرکزي نقش لري ووژل سل ملیونه هندۍ کلدارې ورته انعام ورکوي. دغه فلم چې "پدماواتي" نومیږي، بله میاشت خپریږي.

د پدماواتي د فلم قصه د شپاړلسمې پیړۍ د یو صوفیانه شعر پر اساس جوړه شوې. پدې افسانوي قصې کې د راجپوت د قبیلې یوه ښکلې او زړه وره شهزادګۍ خپل ځان وژني خو د ډهلي د هغه وخت سلطان، علاوالدین غلجي یا خلجي ته ځان ژوندی په لاس نه ورکوي. سره لدې چې د دې افسانوي قصې په هکله په تاریخ کې ډیر لږ شواهد موجود دي، خو بیا هم د پېړیو راهیسي دا یوه تاریخي پیښه ګڼل کیږي.

په فلم کې د هند مشهوره هنرمنده، دیپیکا پاډوکون مرکزي نقش لري او جوړونکی یې سنجې لیلا بنسلاي دی.

د هریانا په ایالت کې د بهارتیا جانتها د واکمن ګوند مشر، سورج پال امو خبردرای ورکړی چې دا فلم به خپرېدو ته پرې نږدي. تمه وه چې فلم د بلې میاشتې – دسمبر – په لومړۍ نیټې خپور شوی وای خو د فلم تولیدونکي شرکتدا نیټه هم ځنډولې. تر اوسه نده معلومه چې د فلم خپرېدل ولې ځنډیدلي.

په فلم کې دیپیکا پاډوکون د "پادمیني" نقش لري. دا د هغې افسانوي ملکې نوم دی چې د شاهي کورنۍ او قبیلې د عزت د خوندي ساتلو لپاره د اور په لمبو ورځي خو دیته اجازه نه ورکوي چې ژوندۍ ونیول شي. د راجپوت قبیله دغه کار چې په منځنیو پیړیو کې یې کاوه "جوهر" یادوي.

د پادمواتي فلم د همدې کال د پیل نه د جنجال سره مخ دی. یوې ډلې سخت دریزه هندوانو د راجستان په ایالت کې چې د فلم یوه برخه پکې جوړېده، د فلم په جوړونکو برید وکړ او خبرداری ورکړی چې ټولو هغو سینماګانو ته به اور واچوي چې دا فلم پکې ښودل کیږي.

خلک پدې په غصه دي چې د فلم جوړونکي – سنجې لیلا بنسالي د فلم د مرکزي لوبغاړو د خوب یوه خیالي خو مینه ناکه برخه داسې جوړه کړې چې ګواکې تاریخ پکې تحریف شویدی خو پخپله ښاغلي بنسالي نه مني چې دا کار یې کړی.

د راجستان په ایالت کې د راجپوت د قبیلې د کارني سینا د طبقې مشر حتی ویلي و چې د دیپیکا پاډوکون پوزه دې په عام محضر کې پرې کړل شي ځکه پداسې یو فلم کې یې کار کړی چې ملکې ته پکې سپکاوی شوی.

XS
SM
MD
LG