د لاس رسي وړ اتصالات

منصفه هیات افغان تورن،محمد شریف الله، مجرم وباله

د امریکا د ویرجینیا ایالت په فدرالي محکمه کې منصفه هیات د محمد شریف الله په نوم یو افغان د داعش ډلې سره د ملاتړ په تور مجرم وپېژندلو.

د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړی د نهو کلونو په اوږدو کې د یوې ترهګرې بهرنۍ ډلې سره د مالي او لوژستیکي مرستو د برابرولو په دسیسه کې د ګډون له امله مجرم بلل شوی دی.

خو رسنیو راپور ورکړی چې منصفه هیات ونه شو کولای د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د کابل د هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې د هغه د مستقیم لاس لرلو په اړه یوه ګډه پرېکړه وکړي. د همدې اختلاف له امله، هغه ته د عمر قید سزا نه ده اورول شوې.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې تمه ده قاضي د منصفه هیات د پرېکړې پر بنسټ نوموړي ته شاوخوا ۲۰ کاله د بند سزا وټاکي.

له بلې خوا د شریف الله مدافع وکیل محکمې ته ویلي چې موکل یې د کابل هوايي ډګر په برید کې د لاس لرلو په اړه ناسم اعتراف کړی و او دا اعتراف یې د فشار او وېرې له امله کړی دی.

هغه زیاته کړې چې څارنوالانو د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا (FBI) ته د ورکړل شوي اعتراف پرته بل کوم قوي ثبوت محکمې ته نه دی وړاندې کړی.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG