د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش مهم قوماندان قاري حکمت‌ په جوزجان کې ووژل شو


قاري حکمت‌الله په جوزجان ولایت کې د یو شمیر بهرنیو ترهګرو په ګډون د داعش د ۵۰۰ غړو مشري کوله
قاري حکمت‌الله په جوزجان ولایت کې د یو شمیر بهرنیو ترهګرو په ګډون د داعش د ۵۰۰ غړو مشري کوله

د جوزجان ولایتي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې یو مهم قوماندان قاري حکمت‌الله تیره ورځ له خپل یو ملګري سره د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزیزي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د داعش ډلې دغه قوماندان د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ په مغل کلي د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه وویل "د داعش دغه جیګپوړی قوماندان، د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شوی وو او وروسته د سردرې کلي ته ولیږدول شو او د شپې په تیاره کې د دغې ډلې د محدودو کسانو له خوا یې جنازه وشوه او خاورو ته وسپارل شو، ورسره د یعقوب په نوم یو کس هم وژل شوی وو او خاورو ته وسپارل شو".

تر اوسه د داعش ډلې د قاري حکمت‌الله د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي، چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ ترسره شوي او په کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي دي.

د دغې قول اردو د چارواکو پر وینا، مولوي حبیب‌الرحمان چې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، د قاري حکمت‌الله پر ځای په جوزجان کې د داعش ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د افغان پوځ د معلوماتو پر بنسټ، قاري حکمت‌الله په جوزجان ولایت کې د بهرنیو ترهګرو په ګډون د داعش ډلې د شاوخوا ۵۰۰ جنګیالیو مشري په غاړه درلوده او د دغې ډلې لپاره یې جلب او جذب هم کوه.

د جوزجان د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، قاري حکمت‌الله شاوخوا درې کاله مخکې د وسله‌والو طالبانو له ډلې څخه بیل او داعش ډلې سره یو ځای شو.

XS
SM
MD
LG