د لاس رسي وړ اتصالات

محلي سندرغاړی شرفيار منګل د ناروغۍ له کبله مړ شو


اکثره په افغانستان کې پښتانه سندرغاړي د ډول سره سندرې وایي او زاړه او ځوانان ورته اټن کوي.
اکثره په افغانستان کې پښتانه سندرغاړي د ډول سره سندرې وایي او زاړه او ځوانان ورته اټن کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل امريکاغږ ته وويل، چې شرفيار منګل ته په دې وروستيو کې د زړه ناروغي پيدا شوې وه او تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل په يوه روغتون کې مړ شو.

شرفيار منګل شاوخوا ۳۵ کلن او د پکتيا د لجې منګل اصلي اوسېدونکی و، خو اوس يې په کابل کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه او د تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې يې سندرې ويلې.

شرفيارمنګل په کابل او ولايتونو کې په کنسرتونو کې سندرې ويلي او له همدې کبله د هېواد په کچه د محلي موسيقۍ د مشهور سندرغاړي په توکه پېژندل کيده.

د ده جنازه نن د کابل ولايت په چهار اسياب کې خاورو ته وسپارل شوه.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG