د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د "خاشه ځوان" وژل او وژونکي غندي


خاشه ځوان یو ټوکمار و او خپل مینه وال یې لرل
خاشه ځوان یو ټوکمار و او خپل مینه وال یې لرل

په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کیږي چې یو شمېر وسله والو د کندهار محلي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، په موټر کې کینولی، لاسونه یې شاه ته تړلي او په مخ یې په څپېړو وهي.

په ویدو کې د یو وسله وال غږ، چې ویل کیږي طالب دی، اورېدل کیږي چې وايي را ویې "ځړوئ". وسله وال له خاشه ځوان څخه پوښتنه کوي چې په کوم ځای کې نیول شوی دی، هغه ورته وايي کور ته د اختر په رخصتۍ راغلی و چې ونیول شو.

د راپورونو په اساس طالبانو ویلي چې خاشه ځوان د ‌‌‌‌‌‌ډنډ په ولسوالۍ کې په عملیاتو کې وژل شوی دی. خو افغان چارواکي وايي‌ چې طالبانو هغه له خپل کور څخه ویستلی او بیا یې وژلی دی.

د هغه مړی یې کورنۍ ترلاسه کړی دی. چارواکي‌ وايي د هغه لاسونه تر شاه تړل شوي وو. ویل کیږي چې خاشه ځوان یو مهال پولیس هم و خو ‌‌‌‌‌‌تر ډېره په خپلو ټوکو ټکالو مشهور و او په ټولنیزو رسنیو کې یې مینه وال هم لرل.

له افغان چارواکو څخه نیولې تر عادي افغانانو پورې خلکو د هغه وژل او قانلان غندلي دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپل فیسوک کې لیکلي دي: "د کندهار د خاشه ځوان ویدیو چې تر صحرایي اعدام مخکې اخیستل شوې ښيي چې طالبان نه شریعت ته پابند دي، نه محکمه لري او نه قانون او انسانیت."

هغه د افغانستان له هنرندانو، طنز ویونکو او نورو اړوندو افرادو غوښتي چې دا کار وغندي او خپل غږ اوچت کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي: "...د خاشه وژلو یو ځل بیا د دغې خاورې او د دې خاورې له فرهنګ، هنر او ازادۍ سره د دښمنانو دښمني ښکاره کړه..."

یو شمېر افغان هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو هم د خاشه وژل غندلي دي.

ځوان افغان سندرغاړي فیاض حمید په خپل فیسبوک کې لیکلي: "زه خاشه یم. موږ ټوله خاشه یو. دا زموږ د ټولو په مخ څپېړه وه.... خاشه، ارام ویده شه، که تاسو یې ظالمانه ووژلای، خو ستاسو هنر نشي وژلای..."

د افغانستان د سینما یو ستوري رسول ایمان د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په دې اړه عدالت وغواړي. هغه لیکلي: "د هېواد ښه ټوکمار یې شهید کړ. بشري حقونه چېري دي؟"

یو افغان ورزشکار احمد رومان عباسي لیکلي: "د خاشه جرم څه و؟ یا په بله وینا « بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ». هغه به طنز ویل او خلک به یې خندول، ولې داسې وحشانه ووژل شي. "

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دا پېښه غندلې ده. هغه لیکلي‌ دي چې طالبانو خاشه ځوان وژلی او نړۍ د "طالبانو په وحشتونو غلې" ده.

XS
SM
MD
LG