د لاس رسي وړ اتصالات

یو سړي د فرانسې ولسمشر په څپېړې وواهه 


د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

یو سړي د سه شنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په څپېړې وواهه.

ښاغلي مکرون د هېواد په جنوب شرق کې د یو ښوونځي لیدو ته تللی و چې دا پېښه وشوه.

د فرانسې د جمهور رئیس دفتر هغه ویدیو تائید کړه چې په کې ښودل کیږي یو کس ښاغلی مکرون په څپېړې وهي. د ولسمشر ساتونکو له دغې پېښې سملاسې وروسته ولسمشر له سیمې څخه وویست.

د فرانسې «بي اف ام» شبکه وایي‌ چې د دغې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي‌ دي خو لا یې انګیزه معلومه نه ده.

په خپله ښاغلي مکرون په دې اړه څه نه دي‌ ویلي. خو د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس ویلي دي چې په دې کار سره په دموکراسۍ باندې برید شوی دی.

هغه ویلي دي‌ چې په دموکراسۍ کې د نظر اختلاف، مناظره او د بل د نظر سره مخالفت ښودل کیږي،‌ خو خشونت، فزیکي او لفظي بریدونه په کې نه وي‌.

XS
SM
MD
LG