د لاس رسي وړ اتصالات

وینزویلا کې زلزلې ؛ یو کس له اتو ورځو وروسته ژوندی موندل شوی

په داسې حال کې چې په وینزویلا کې د جون د ۲۴مې نېټې د دوو زورورو زلزلو له امله د مړو شمېر له دوه نیمو زرو څخه اوښتی، د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هیلې مخ په کمېدو دي.

له لا ګوایرا ایالت څخه د جمعې د ورځې، د جولای درېیمه، له هوا نه اخیستل شوې ویډیوګانې ښيي چې ژغورونکي، د قربانیانو خپلوان، رضاکاران او د بېلابېلو هېوادونو د ژغورنې ډلې لا هم د نړېدلو ودانیو په کنډوالو کې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره هڅې کوي. ډاکټرانو له کنډوالو نه د یوه امنیتي ساتونکي ژوندي ژغورل "یوه معجزه" بللې ده.

هرنان البرتو ګیل فلورس، چې د لا ګوایرا په «ګالیریاس پلایا ګراندې» سوداګریز مرکز کې امنیتي ساتونکی و، د سوداګریز مرکز د پارکینګ تر نړېدلو وروسته د نهو مترو په ژوروالي کې تر کنډوالو لاندې بند پاتې و. هغه د پنجشنبې په ورځ، د جولای په دویمه، د سیمه‌ییزو او نړیوالو ژغورونکو له څو ورځنیو پرله‌پسې هڅو وروسته، له اته ورځو وروسته ژوندی راوویستل شو.

د چیلي د اور وژنې ادارې ویلي، ګیل د ژغورنې پر مهال په ښه روغتیايي وضعیت کې و . ډاکټر، لویس رودریګز، چې په امبولانس کې یې د نوموړي درملنه کوله، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ګیل د روغتون تر رسېدو پورې په هوش، د خپل حالت څخه خبر او له طبي ډلې سره همکار و، او د هغه حیاتي نښې عادي وې.

ډاکټر رودریګز ویلي، که څه هم لا نورو طبي معایناتو ته اړتیا شته، خو د ګیل د بشپړې روغتیا په اړه خوشبین دی.

ګیل اوسمهال د کاراکاس د «هوسپیتال دې کلینیکاس کاراکاس» په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې، ډیلسي رودریګز، د جمعې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې نوموړې له ژغورل شوي هرنان البرتو ګیل سره په روغتون کې ګوري.

د ۷.۲ او ۷.۵ درجې زلزلو د لا ګوایرا په ګډون د وینزویلا شمالي سیمو ته سخت زیانونه اړولي دي.

په اغېزمنو شویو سیمو کې یو شمېر اوسېدونکي او نړیوالې مرستندویې ادارې وایي، د حکومت د مرستو بهیر ورو او ناکافي و. هغوی شکایت کوي چې خوراکي او طبي مرستې ناوخته ورسېدې او د کنډوالو د لرې کولو لپاره د درنو ماشینونو کمښت د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ژغورنې په عملیاتو کې د وینزویلا ترڅنګ د چیلي، متحده ایالاتو، پرتګال، کوسټا ریکا، السلوادور او مکسیکو د ژغورنې ډلې هم برخه لرله. دغو ډلو په تېرو درېیو ورځو کې شپه او ورځ هڅه وکړه تر څو تر کنډوالو لاندې بند پاتې سړي ته ځان ورسوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG