د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ۵۰ بېوزله جوړو ډله ییز واده تر سره شو


په کندهار ولایت کې د یوه خیره بنسټ لخوا د ۵۰ جوړو بېوزله ځوانانو ډله ییز واده تر سره شو.

د یادو پنځوسو جوړو دغه ډله ییز واده مراسم پرون سې شنبه فبرورۍ ۲۸ (کب نهمه) د کندهار ښار په ګرانبیه هوټل کې تر سره شول.

په دغه مراسمو کې د زومانو او ناویانو د کورنیو د غړو او دوستانو ترڅنګ یو شمېر نورو کندهار ښاریانو او سوداګرو ګډون کړی و.

د دغه مراسمو تنظیمونکي سید احمد سېلاب د یاد ډله ییز واد تر سره کېدو هدف د بېوزله کورنیو او ځوانانو لاسنیوی یاد کړ او یې ویل چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د فقر او بېوزلۍ له امله د ودنو تر سره کېدو د لګښت توان نلري.

د نوموړي په وینا ملا ماتوونکو ولورونو او بېځایه رواجونو افغان ځوانان له هیواد څخه مسافرۍ او یا هم د نشه يي توکو کارولو ته مجبوره کړي دي.

ښاغلي سېلاب زیاته کړه: "لوړ ملا ماتونکي ولورر، بېځایه رواج، بېځایه غوښتنو،لوړو مصارفو، اصراف او زر بازۍ په زرهاو ځوانان جنایت ته مجبوره کړل. له هیواد څخه تېښتې ته یې مجبوره کړل خپل شېرین ژوند یې له لاسه ورکړ، په رواني ناروغیو باندې اخته شول او یا هم اکثره یې په نشو باندې اخته شوله."

هغه وویل کورنۍ باید په ټولنه کې د جنایتونو کمېدو او ځوانانو خرابېدو مخنیوي په هدف یو پر بل رحم وکړي ولورونه او د دواده مراسم را کم کړي.

واده کول د نړۍ د انسانانو د ژوند يو له مهمو برخو ګڼل کېږي. د نړۍ د هرې سيمې ودونه ځانته دودونه او رواجونه لري. خو د افغانستان په ځینو سیمو کې يو شمېر خلک د ودونو له ځينې رواجونو سرټکوي.

د دغه ډله ییز واده تنظیمونکي سید احمد سېلاب پر دیني علماو او قومي مشرانو غږ وکړ چې د ودنو لوړ ولور او بېځایه لګښتونو پر ضد غږ پورته او ګډه مبارزه پيل کړي.

هغه وویل: "راځئ چې په ټولنه کې د دغه ناخوالو او دغه ستونزو او مشکلاتو پر ضد باندې په ګډه سره مبارزه پیل کړو،راسئ چې دغه ظلمونه یو پر بل باندې سره قطعه کړو، راسئ د خدای پاک پر بدګانو باندې رحم وکړو ترڅو الله پاک پر موږ باندې رحم وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونو بېوزله جوړو ودونه تر سره شوي دي. د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت او لوړو ولورنو له امله لا هم ګڼ شمېر افغان ځوانان د واده له حق څخه محرومه دي.

واده کول د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره يو نېک تړون بلل کېږي او د انسانانو د ژوند د اسوده ګۍ يو لامل همدا واده يادېږي، چې انساني ژوند ته سکون او ارامتيا ورکوي.

له نورې نړۍ سره په ډېر توپير د افغانستان په ځینو برخو کې ودونه له يو شمېر ځانګړو دودونو سره ترسره کېږي، چې دا دودونه يې ځيني ستايل کېږي او له ځينو يې خلک سر ټکوي.

په دې کې يې ځينې داسې دودونه هم وي چې د اقتصادي زيانونو تر څنګ د دوستۍ اړيکې هم ترينګلې کوي او د ناوې او زوم د کورنيو په منځ کې خوښي او خوشحالي په خپګان بدلوي.

XS
SM
MD
LG