د لاس رسي وړ اتصالات

قتل، جنسي تیری او صحرايي محکمې؛ افغان ښځو سره د زور زیاتي لسګونه قضیې ثبت شوي


قتل، ډله ایز جنسي تیری او صحرا محکمې، له افغان ښځو سره د زور زیاتي ۵۱ قضیه ثبت شوي
قتل، ډله ایز جنسي تیری او صحرا محکمې، له افغان ښځو سره د زور زیاتي ۵۱ قضیه ثبت شوي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي په روان ۱۳۹۸کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۱ قضیې ثبت شوي چې د قتل، ډله ییز تیري او صحرایي محکمو قضیې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ نن یکشنبه د «سلواغې پر ۱۳مه» خبریالانو ته وویل چې د یادو قضیو زیاتي یې په سرپل، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بامیان، فراه، تخار، بلخ ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د دغو سختو قضیو تر ټولو زیاتي یې چې ۱۲ته رسیږي په فاریاب، تر هغه وروسته ۱۰ یې په بادغیس، اوه یې په سرپل او پنځه نورې یې په بامیان کې دي.

نوموړې زیاته کړه :"د لعل بي بي قضیه چې د فاریاب ولایت نه یې انتقال کړی چې د خسر او مېړه له طرفه په وحشیانه توګه زخمي شوې ده چې آن ډاکټرانو ویل، پښې یې باید قطع شي، د دغه ظلم اصلي لامل دا وه چې دا یې په بدل کې واده کړې وه".

مېرمن وردګ په کابل کې د مینې منګل په نامه د مطبوعاتو د یوې کارکوونکې، په سمنګان کې په یوې قابلې د ډله ییز جنسي تیري، په غور کې د خاطرې په نوم د لس کلنې نجلۍ سره تاوتریخوالي او یو شمیر نورو قضیو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا ټولې قضیې څېړي.

بل خوا د افغانستان د ښځو شبکه له عدلي او قضایي بنسټونو څخه غواړي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي ترسره کونکو ته دې سزا ورکړي.

د ښځو چارو وزارت وایي چې ناوړه رسم او رواجونه، فقر او بې سوادي، له شریعته ناخبري، تبعیض او د یوې پر ځای د څو ښځو درلودل هغه لاملونه دي چې په کورنیو کې د تاوتریخوالي او د ښځو د زیانمن کیدو لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG