د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د احمدي فرقې یو غړی وژل شوی


په پاکستان کې د احمدي مذهبي اقلیتې ډلې یو غړی جمعه اګست ۱۲ (زمري۲۱) د پنجاب په ایالت کې په چاقو وهل شوی او وژل شویدی. ویل کیږي چې دې تن د یو اسلامي ګوند په غونډې کې د شعارونو د ورکولو څخه انکار کړی و او له همدې کبله وژل شوی.

پولیسږ ویلي چې وژل شوی تن ۶۲ کلن و او نصیر احمد نومیده. پیښه د ربواح په سیمه کې شوی چې ډیری اوسیدونکي یې احمدیان دي.

پولیسو په سمدستي توګه قاتل نیولی.

په پاکستان کې د احمدي فرقې یو ویاند سلیم الدین ویلي چې وژل شوي کس د موټرو په تم ځای کې بس ته انتظار کاوه چې "مذهبي متعصبینو" ورنږدې شول او هغه یې په زور مجبوراوه چې د یوې سخت دریزه مذهبي ډلې شعارونه ورکړي.

د احمدي فرقې دې ویاند ویلي چې وژل شوی کس په پرله پسې توګه په خنجر یوازې پدې خاطر ووهل شو او ووژل شو چې د دې شعار ورکولو څخه یې انکار کاوه.

پولیسو ویلي چې قاتل یې نیولی او د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي.

احمدیان خپل ځانونه مسلمانان بولي خو د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴ کال کې دا ډله غیر مسلمانان اعلان کړل او په ۱۹۸۴ کال په یو بل قانون کې د احمدي فرقي غړي لدې منع کړل چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه دې ځانونه مسلمانان نه بولي.

په پاکستان کې همدارنګه پدې ډلې بندیز دی چې په عامه توګه خپل مذهب نشي خپرولی او نه هم د عبادت ځایونو د جوړولو اجازه لري.

انتقاد کوونکي وایي چې د همدې محدودیتونو او بندیزونو له کبله دا ډله په حقوقي او ټولنیزه توګه ځپل شوې او ګڼ شمیر یې د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې وژل شوي هم دي.

د پاکستان د نورو اقلیتونو برخلاف احمدیان ځان مسلمان او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لارویان بولي. خو هغوی د احمدي فرقې بنسټ ایښودونکي میرزا غلام احمد خپل مسیحا او مهدی آخر زمان گڼي. په هغه هیواد کې اکثریت مسلمانان په دې باور دي چې د احمدي فرقې لارویانو د اسلام اساسي اصل بدل کړی او له دې کبله له کافرو څخه هم بد دي.

هغه اعلامیې چې د سخت دریځو ډلو له خوا خپریږي په څرگنده اعلانوي چې احمدي ډلې خلک باید ووژل شي. هغوی له آذان کولو څخه منع شوي دي. او آذان وکړي درې کاله بندي کیږي.

XS
SM
MD
LG