د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د مظاهرو دوام ؛ د امنیتي ځواکونو یو غړی د سمیرم په ښار کې وژل شوی


په ایران کې څه باندې ۱۰۰ ورځې کیږي چې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.
په ایران کې څه باندې ۱۰۰ ورځې کیږي چې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.

په ایران کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د امنیتي ځواکونو یو غړی د مظاهرو پر مهال په ډزو ویشتل شوی او وژل شویدی.

د ارنا خبري اژانس یکشنبه جنوري ۱ (مرغومي۱۱) ویلي چې "وسله والو جنایت کارانو" د بسیج یو غړی د سمیرم په ښار کې وژلی خو نور جزیات یې ندي ورکړي چې دا برید چا کړی او د ملیشو دا غړی چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پورې اړه لري، څه ډول وژل شوی.

د ارنا په راپور کې ویل شوي چې مظاهره چیان شنبه ناوخته د اصفهان ولایت د سمیرم په ښار کې راټول شوي و چې د پایتخت تهران څخه ۴۷۰ کیلو مټره جنوب خوا ته پروت دی.

ارنا ویلي چې مظاهره چیان د ښار دولتي ودانیو او د ښار په نورو برخو کې راټول شوي و.

په راپور کې راغلي چې امنیتي ځواکونه ګمارل شوي و چې په ښار کې نظم وساتي او په ځینو مواردو کې د "بلواګرو" سره شخړې هم شوي.

په ایران کې د تیر کال د سپټمبر د میاشتې راپدیخوا د ۲۲ کلنې مهسا امنیتي تر مړینې وروسته د حکومت ضد پراخې مظاهرې پیل شوې خو حکومت یې بلوا او د بهرنیو هیوادونو دسیسه بولي.

پدې مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو د غړیو په ګډون سل ګونه تنه تر اوسه وژل شوي او حکومت همدارنګه زرګونه نور نیولي او بندیان کړیدي.

تهران د دې مظاهرو او ګډوډیو ملامتي په بهرنیو قدرتونو او مخالفو ډلو اچوي.

تر اوسه نده معلومه چې د امنیتي ځواکونو د دې غړي د وژل کیدو په تړاو څوک نیول شوي که نه خو ایران تیره میاشت دوه تنه چې عمرونه یې ۲۳ کاله و، په امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور اعدام کړل.

د ایران قضایه قوې همدرانګه ویلي چې په ۹ نورو کسانو هم د اعدام سزا راختلې خو تر اوسه دا کسان اعدام شوي ندي.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي تیره میاشت خبرداری ورکړ چې د اسلامي جمهوریت پر "دښمنانو" به "هیڅ رحم" ونه کړي.

ښاغلي رئیسي په تهران کې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ایران او عراق تر منځ په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو یادغونډې ته په وینا کې لاریون کوونکي " منافقان، شاهي غوښتونکي او د انقلاب ضد خوځښت کوونکي" وبلل او زیاته یې کړه چې "د ملت غېږه د هغو کسانو دپاره پرانیستې ده چې د نورو په لمسون پارېدلي دي."

ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د مظاهرو په لړ کې د امنیتي پرسونل په ګډون سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.

له ایرن څخه بهر د بشري حقونو ملاتړې ډلي په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۵۰ څخه لوړ بولي.

XS
SM
MD
LG