د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت پخواني مشر حکومت راروانو ټاکنو کې په درغلیو تورن کړ


تر ښاغلي خالد مخکې د ملي امنیت دوو نورو پخوانیو مشرانو هم د نوملیکنې پر بهر شک ښولی و
تر ښاغلي خالد مخکې د ملي امنیت دوو نورو پخوانیو مشرانو هم د نوملیکنې پر بهر شک ښولی و

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر اسدالله خالد وايي چې د را روانو ټاکنو لپاره نهه میلیونه خلکو نوم لیکنه نه ده کړې.

ښاغلي خالد ادعا وکړه چې د رایې ورکوونکو د نوم‌ لیکنې په پروسه کې له دوو میلیونو څخه زیات کسان ندي ثبت شوي "څوک په دې باور لري، چې ۹ میلیونه تذکرې دې په رښتیا هم توزیع شوې وي او هم دې سټیکر شوې وي".

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۱) په کابل ​د 'امید سبا' په نوم د خپل نوي سیاسي خوځښت د اعلانولو پر مهال وکړې.

ښاغلي خالد د افغان حکومت او د ټاکنو کمیسیون پر برنامو کلکې نیوکې وکړې او وې ویل، چې د افغانستان امنیتي وضعیت، د قومونو ترمنځ یووالی، سیاسي ثبات او ټاکنې د بل هر وخت په پرتله په خراب وضعیت کې دي.

اسدالله خالد د شفافو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او وې ویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ به افغانستان له نوي سیاسي بحران سره مخ کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت دوو نورو مشرانو امرالله صالح او رحمت الله نبیل هم د نوملیکنې پر بهیر شک ښودلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې په دې اړه پلټنې وکړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو په رارسیدو سره، د سیاسي خوځښتونو او ائتلافونو جوړولو هم زور اخیستی دی.

تیره اونۍ د جنبش، جمعیت او وحدت ګوندونو په ګډون د 'افغانستان لوی ملي ائتلاف' د خپل موجودیت اعلان کړ.

په دغه ائتلاف کې یو شمیر سیاسي خوځښتونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG