د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د یوې بلې بیسارې او وژونکې ناروغۍ خبرداری 


د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز د یوې بیسارې او وژونکې ناروغۍ د خپریدو په اړه خبرداری ورکړی چې تر زیاته حده ماشومان پرې اخته کیږي.

دغه وژونکې عصبي او تنفسي ناروغي چې میالایتس نومیږي د نخاع شوکي یوه برخه نیسي او د عضلاتو د سستوالي او کمزورتیا سبب کیږي.

دغه ناروغي د ۲۰۱۴ کال راهیسې هر دوه کاله وروسته د اګست او نومبر په میاشتو کې په امریکا کې رامنځ ته کیږي او ټول قربانیان یې ماشومان دي.

په روان کال کې تر اوسه ددې ناروغۍ ۱۶ پیښې تشخیص شوي چې یو اخته شوی کس پرې مړ شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي د مرکز رئیس ډاکتر رابرت ردفیلد، په یوه وینا کې وویل: "… د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز د ډاکترانو سره د مرستې او په ماشومانو کې د ای اف ام، د مرض د اعراضو د ښه د تشخیص لپاره لازم اقدامات نیولي دي."

هغه زیاته کړه چې ژر تشخیص ډیر مهم دی ځکه د هر ساعت په تیریدو سره د ناروغۍ اعراض او علایم خطرناکه کیږي، چې د نه درملنې په صورت کې کیدای شي د دایمي فلج او د ګواښونکو تنفسي مشکلاتو سبب شي.

دغه ناروغي په تبه یا تنفسي مشکلاتو پیل کیږي، چې وروسته بیا کمزورتیا، د تګ مشکلات او د غاړې او شا درد په شپږو ورځو کې رامنځ ته کیږي.

ددې ناروغۍ لامل په سمه توګه ندی پیژندل شوی خو ډاکتران ګمان کوي چې دغه یوه ویروسي ناروغي ده او هغه کسان چې دمخه یې دغه ناروغي تیره کړې وي بیا هم پرې اخته کیدای شي.

د امریکا د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز وایي اوسمهال ددې ناروغۍ لپاره درملنه او یا هم د وقایي تائید شوې لاره چاره نشته.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د فزیکي فاصلې رعایت کول چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره تجویز کیږي ښایي ددې ناروغي د خپریدو په راکمیدو کې هم مرسته وکړي.

خو دغه سازمان سپارښتنه کوي چې دغه ناروغي ډیره جدي ده او په کروناویروس باندې د اخته کیدو ویره باید روغتون ته په ناروغي د اخته کسانو د انتقالولو د مخنیوي سبب نشي.

ددې ناروغۍ په وروستۍ خپریدو کې چې په ۲۰۱۸ کال کې وو د ۲۳۸ ناروغانو ۹۴ فیصده یې ماشومان وو. تقریبا ټول دغه ناروغان بستري شوي وو او له نیمایي څخه زیات یې په عاجله څانګه کې بستر شوي وو. د ۲۰۱۴ کال راهیسې په متحده ایالاتو کې ددې ناروغۍ ۶۳۳ تائید شوې پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG