د نیوزلینډ د کرکټ لوبغاړي فینلي هیو ایلن په سیمه ایز وخت چارشنبه جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) د پاکستان سره په شل اوریزې نړیوالې لوبې کې ۱۶ شپږیزې ووهلې.
ښاغلي ایلن پدې لوبې کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي حضرت الله ځاځي د ډیرو شپږیزو ریکارډ سره ځان برابر کړ.
دا لوبه د نیوزلینډ د دونیدن په لوبغالي کې وه.
د نیوزلینډ دې لوبغاړي د پاکستان لوبډلې په خلاف لوبې کې د ۱۶ شپږیزو تر څنګ پنځه څلوریزې هم ووهلې او په ۶۲ توپونو یې ۱۳۷ منډې وکړلې.
حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۹ کال کې د آیرلنډ لوبډلې سره په یوې شل اوریزې نړیوالې لوبې کې په ۶۲ توپونو ۱۶۲ منډې کړې وې چې ۱۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې یې پکې وهلې وې.
په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د حضرت الله ځاځي دا منډې لا هم نړیوال ریکارډ دی او هیڅ بل لوبغاړي په یوې لوبې کې دومره ډیرې منډې ندي کړي.
د چارشنبې په لوبې کې نیوزلینډ د پاکستان لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو هدف ټاکلی و خو د پاکستان لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۹ منډې وکړلې او د ۴۵ منډو په توپیر یې دا لوبه وبایلله.
فورم \ دبحث خونه