د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې ۱ لوبغاړي او د کرکټ بورډ ۳ کار کوونکو بریتانیا کې پنا غوښتې


تر اوسه د لوبغاړي او د بورډ د کار کوونکو نومونه چې پنا یې غوښتې ندي معلوم.
تر اوسه د لوبغاړي او د بورډ د کار کوونکو نومونه چې پنا یې غوښتې ندي معلوم.

د افغانستان کرکټ بورډ تائید کړه چې د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبډلې یو لوبغاړي او د بورډ درې کار کوونکي د بریتانیې پایتخت لندن ته تښتیدلي او هلته یې د پنا غوښتنه کړې.

د کرکټ بورډ دوو سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، امریکا غږ ته تائید کړه چې دغو کسانو په ویسټ انډیز کې د نولس کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې تر برخې اخیستو وروسته په انګلستان کې ۴۸ ساعته اقامت درلود او همالته یې افغانستان ته د نه تللو پریکړه کړې.

تر اوسه د دې لوبغاړي او د کرکټ بورډ د هغو کار کوونکو چې په بریتانیا کې یې د پنا غوښتنه کړې، نومونه ندي روښانه شوي. پدې اړه هم څه ندي ویل شوي چې دې کسانو ولې افغانستان ته د بیرته تګ څخه انکار کړی.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ یو لوبغاړی او د بورډ کار کوونکي په یو بهرني هیواد کې د پنا غوښتنه کوي.

د افغانستان لوبډلې د نولس کلنو په نړیوال جام کې څلورم مقام وګاټه. پداسې حال کې چې پدې سیالیو کې د پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډیز په شان لوبډلو چې د افغانستان په پرتله د کرکټ په سیالیو کې ډیره تجربه او سابقه لري، ونشو کړی چې حتی تر کوارټر فاینل پورې ورسیږي.

دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبډلې لوبغاړي بیرته هیواد ته نه ستنیږي. څو کاله وړاندې پنځه یا شپږ افغان لوبغاړو په کاناډا کې د پنا غوښتنه کړې وه.

پدې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې ستره کامیابي د سریلانکا د لوبډلې په خلاف وه چې په کوارټر فاینل کې یې دې لوبډلې ته پداسې حال کې ماتې ورکړله چې افغانستان د منډو ډیر کم هدف ورکړی و.

XS
SM
MD
LG