د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د پولیسو د چټک غبرګون قوماندان ووژل شو


د کندهار د پولیسو پر دغه قوماندان باندې چاودنه د حضرت جي بابا په سیمه کې شاوخوا نهه نیمې بجې شوې ده
د کندهار د پولیسو پر دغه قوماندان باندې چاودنه د حضرت جي بابا په سیمه کې شاوخوا نهه نیمې بجې شوې ده

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پولیسو یو لوړ پوړی منصبدار نن سهار د ماین په چاودنه کې وژل شوی او څلور نور پوليس ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د کندهار د ښار په څلورمه حوزه کې د والي دفتر ته په غځیدلي سړک د حضرت جي بابا په ساحه کې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون د کنډک قوماندان سمونوال جانان پر موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې هغه په کې وژل شوی دی.

سمونوال جانان د کندهار د امنیه قوماندان عبدالرازق له نږدې او باوري کسانو څخه وو، چې د کندهار د ګنو ولسوالیو د سقوط د مخ نیوي په عملیاتو کې يې رول درلود.

دغه راز نوموړي يو کال وړاندې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د جهانګیر او لقمان کلیو پر سر له پاکستاني نظاميانو سره د افغان قواوو د جګړې مشري هم په غاړه لرله.

سمونوال جانان له تیرو پنځو کالو راهیسې د سپین بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون د کنډک مشر و.

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون یو نوکریوال ډاکتر د خپل نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل، چې له پېښې څخه دغه روغتون ته څلور تنه ټپیان ور وړل شوي چې د دوو یې روغتیايي حالت نازک دی.

طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي اعلامیه کې ادعا کړې، چې په دې برید کې د قوماندان جانان سربیره د هغه شپږ ساتوونکي هم وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG