د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې یو پولیس خپل یوولس همکاران وژلي


دا پیښه تیره شپه د لښکرګاه د ښار په دوهمه حوزه کې د پولیسو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
دا پیښه تیره شپه د لښکرګاه د ښار په دوهمه حوزه کې د پولیسو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

په هلمند کې یوولس پوليس د خپل يوه همکارپولیس له خوا وژل شوي او بريد کونکی د برید وروسته له سيمې څخه تښتېدلی او له وسله والو طالبانو سره يو ځای شوی دی.

پېښه تيره شپه ناوخته د لښکرگاه ښار په دوهمه "حوزه سور ګودر" سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د امنيې قومندانی يوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې بريد کونکی پوليس د وسله والو طالبانو سره اړیکې لرلې او خپل ملګري يې د خوب په حالت کې وژلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکاغږ سره په خبرو کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې امنيتي ادارو د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړي. دي

ښاغلي ځواک وویلچي" نفوذي عمل تر سره شوی، خو د بشپړ جزئیاتو لپاره سيمې ته سهار وختي پلاوی تللی او وروسته به يې مکمل حال د رسنيو په واک کې ور کړو".

د بست روغتون يوه نوکريوال ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې د پېښي له ځای څخه دوی ته د ۹ وژل شويو پوليسو جسدونه ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پېښې مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته په یو ليږلي پيغام کې ادعاکړې چي د ډراب دوراهي په سيمه کې يې پر پوسته بريد کړی او ۱۲ تنه پوليس يې وژلي.

په جنوبي ولايتونو کې تر دې مخ کې هم ورته پېښې رامنځ ته شوي.

خو په هلمند او ارزگان ولايتونو کې چي دا ډول ستونزې په کې ډيرې ليدل کيږي د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کې اصلاحات له تيرو ۶ مياشتو راهيسې روان دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG