د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د یوې پولیو وهلې ماشومې د پلار غوښتنې


د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په کندهار، هلمند او کندز ولایتونو کې درې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په کندهار، هلمند او کندز ولایتونو کې درې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۴ میاشتنۍ مزدلفه هغه ماشومه ده، چې تېره اونۍپه ګوزڼ د اخته کیدونتیجه يې مثبته راغلې وه، ددغې ماشومې پلار عزیزالله وايي چې اولاد د زړه ټوټه وي له کله نهچېلوریې په ګوزڼ اخته شوې، فکر کوي چې نورو ماشومان باید لهګوزڼ څخه وژغورل شي.

عزیزالله زیاتوي، په پولیو ناروغۍ د لوراخته کیدو سره یې په کليکې فکري بدلون راغلي او خلک له دې اندیښمن دي چې د دوي ماشومان په پولیو اخته نه شي.

هغه وویل د کلي له څو تنومشرانو سره په دې سلا شوی چېد سیمې لهوسله والو ډلو سره په دې خبره وکړي څو په دشت ارچي کې د ګوزڼ د مخنیوي واکسین ته اجازه ورکړي.

هغه وايي "د خلکو لپاره لوی مشکل دی چې په سیمه کې یې د ګوزڼ د مخنیوي واکسین نه تطبیقیږي او دا د خلکو په وس هم پوره نه ده، نو د ماشومانو د پولیو کیدو د مخنیوي لپاره به د ځینو سیاسي ډلو له مشرانو سره وګورو او دوي هم له دغې پیښې متاثره شوې دي، کیدای شي په دشت ارچي کې واکسین ته اجازه ورکړي."

هغه زیاته کړه، د دولت د مخالفو ډلو د مشرانو سره لیدل ستونزمن کار دی او دوي به په نزدې ورځو کې د وسله والوله مشرانو سره وګوري او دسیمې خلکو اندیښنې به ورسره شریکې کړي.

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي چې دوي په دشت ارچې کې د یوې ماشومې د پولیو کیدو پیښې اندیښمن کړي دي او هڅه کوې چې د مخورو خلکو په مرسته د سیمې وسله والو ډلو ته قناعت ورکړي.

عطایې وویل "هلې ځلې مو روانې دي چې په هغو سیمو کې چې له تیر یو کال راهیسې د واکسین کمپاین نه دی تطبیق شوی نور ماشومان هم په پولیو اخته شي، او د کلي کور د مولویانو، مخورو او سپین ږیرو په ذریعه مخالفو ډلو ته پيغام ورسوو چې که په دغه سیمه کې ماشومانو ته واکسین ونه شي کیدای شي نور ماشومان هم په پولیو اخته شي."

د کندز یو تن اوسیدونکی محمد یونس وايي چې د کورنۍ هر مشر باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او که په کومه سیمه کې یو ماشوم پولیو کیږي نوکورنۍ دې خپل ماشومان ښار ته بوځي او ورته دې پولیو ضد واکسین ورکړي.

محمد یونس وايي "ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکول باید کورنۍ پر ځان فرض وګڼي، ځکه چې پولیو یو خطرناک مرض دی او که څوک غواړي چې خپل اولاد له پولیو وژغوري نو له ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته انتقال کړي او د پولیو څاڅکي دې ورکړي. "

په کندز ولایت کې د دې۱۴ میاشتنۍ ماشومې په ګوزڼ له اخته کیدو وروسته ددغېجینۍ پلار عزیزالله هڅه پیل کړې څو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له ځایي مشرانو سره په دې خبرې وکړي چې د هغوي په سیمه کې د پولیو د مخنیوي واکسین ته اجازه ورکړي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان د پولیو ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې په کندهار، هلمند او کندز ولایتونو کې رامینځته شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG