د لاس رسي وړ اتصالات

د زلزلې د مړو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته ورسېد


په جلال آباد ښار کې یوه کوچنۍ ماشومه چې په زلزله کې ټپي شوې روغتون ته لیږدول کیږي.
په جلال آباد ښار کې یوه کوچنۍ ماشومه چې په زلزله کې ټپي شوې روغتون ته لیږدول کیږي.

وروستي راپورونه وايي چې په افغانستان او پاکستان کې په زلزلې کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته ورسېده. په افغانستان کې ۵۹ کسان مړه شوي دي او ۲۵۶ نور ژوبل دي.

له پاکستان نه هم راپورونه وايي چې د مړو شویو شمېر ۱۷۸ ته رسېدلی دی. شاوخوا ١٢٠٠ نور پاکستانیان ژوبل شوي دي، د زلزلې ډېر قربانیان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې دي.

ویل کیږي چې دا وروستۍ شمېرې نه دي او ښايي لا پسې لوړ شي.

زلزله دومره زوروروه وه چې کابل، اسلام اباد او ډیلي یې لړزولي دي او ډېرې سیمې یې هم ویجاړې کړي دي.

په همدې حال کې چارواکي وايي چې شاید د تلقاتو ارقام نور هم پسې لوړ شي ځکه له لېرو پرتو سیمو شېبه په شېبه تازه معلومات ترلاسه کیږي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یو ویدیویي پیغام کې د زلزلې له مصیب ځپلو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې ویلي دي چې ددې پیښې روښانه انځور به په یوه یا دووه ورځو کې څرگند شي:

د افغانستان د زلزلې په اړوند د ولسمشر غني ویدیویي پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:49 0:00

ولسمشر غني ټولو چارواکو سپارښتنه کړې چې د زلزلې ځپلو سره مرستې ته ور ودانګي، خو اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې څومره کسان مړه شوي او ژوبل شوي.

له بلې خوا په افغانستان د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان او په سیمه کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې ځپلو سره خواخوږي څرگنده کړی او ویلي یې دي چې که افغانستان ترې مرسته وغواړي دوی له مصیبت ځپلو سره مرستې ته حاضر دي.

لومړني معلومات:

د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتو مشر محمد اسماعیل کواسي وايي چې د دوی معلومات ښيي چې ۱۲ تنه په تخار او اته په په ننګرهار کې مړه شوي دي.

ویدیو: په زلزله کې یو شمیر ټپیان په جلال آباد ښار کې روغتونونو ته لیږدول شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

په ننګرهار کې ۷۸، په کونړ ۳۰، په کابل ۲۱، په تخار کې ۱۲،بغلان کې اته، په پروان کې درې او بدخشان کې څلور تنه ژوبل شوي دي.

اخوا د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي تر دې دمه د ۴۰ کسانو د مړینې او څه باندې درې سوه نور ژوبل شوي دي.

خو دا وروستي ارقام نه دي او هر لحظه یې د بدلېدو امکان شته.

تر اوسه لا معلومات ورکړل شوي نه دي چې څومره کورونه او ځایونه ویجاړ شوي دي.

زلزلې، کابل، اسلام اباد او ډیلی لړزولي دي.
زلزلې، کابل، اسلام اباد او ډیلی لړزولي دي.

بل لورته په تخار ولایت کې د پوهنې رئيس سید عنایت الله نوید رسنیو ته ویلي، چې د طالقانو د بي بي هاجرې په ښوونځي کې له زلزلې وروسته د ټیل له امله دوولس زده کوونکې انجونې مړې شوي او پنځه دېرش نورې بیا ټپي شوي دي.

د تخار د پوهنې رئیس امریکا غږ ته ویلي دا ماشومان د ټيل ما ټیل له امله مړه شوي، د زلزلې د ویرې له امله، په وتو کې وو، له څلورم نه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي وو.

له دغو ددو ولایتونو ور اخوا په نورو ولایتونو کې هم د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي، خو لا هم رسمي منابع لا څه نه وايي.

د امریکا د جیولوجي ادارې د دې زلزلې شدت لومړی ٧٠٧ درجې ښودلی و او بیا یې وویل جې شدت یې ٧٠٥ ریشتر ثبت شوی دی.

لومړني راپورونه وايي، ددې زلزلې مرکز د افغانستان شمال د هندوکش غرونه دي او د افغانستان د ګڼو ولایتونو په ګډون پاکستان، هندوستان او نیپال یې هم لړزولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، انځورونه ښيي، چې دې زلزلې په ګڼو ولایتونو کې زیانونه هم اړولي دي.

چارواکي وايي شاید د تلقاتو ارقام زیات شي.
چارواکي وايي شاید د تلقاتو ارقام زیات شي.

د بېړنیو پېښو سره د مبارزې معاون محمد اسلم سیاس امریکا غږ ته ددې زلزلې د تلفاتو په اړه که څه هم څه ندي ویلي او وايي لومړنۍ شیبې دي، خو د تیاریو په مخه یې ناستې پیل کړي دي.

په کابل کې د څو شیبو لپاره ټیلیفوني شبکو هم کار نه کاوه.

عطاء الله د کابل ښار اوسېدونکی وايي، داسې زلزله ما په عمر کې هم نه وه لېدلې.

د زلزله پېژندونکو د معلوماتو په اساس د هندوکش سیمه یوه له هغو سیمو شمېرل کیږي، چې د کال په بیلابیلو موسمونو کې په زیاته کچه کې د زلزلو مرکز ثبت شوی دی

XS
SM
MD
LG