د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په برید کې د روسیې د برښنا یو فرعي سټیشن له منځه تللی


د روسیې د بیلګرود په ښار کې چارواکي وایي د اوکراین په یو برید کې د برښنا یو فرعي سټیشن اور اخیستی او له کاره لویدلی.

د دې سیمي والي ویاچیسلاف ګلادیکوف جمعه اکټوبر ۱۴ (تلې ۲۲) د اوکراین ددې برید په هکله په ټیلګرام کې لیکلي چې په سیمه کې برښنا پرې شوې او د احتیاطي برښنا سیستم فعالیدل به ښایي ساعتونه وخت ونیسي.

د بلګرود په ښار کې شاوخوا ۳۳۰ زره خلک ژوند کوي او معلومه نده چې ددې برښنا د سټیشن له منځه تللو له کبله به په څومره کسانو برښنا پرې شوې وي.

ځیني انځورونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د برښنا ددې سټیشن څخه لمبې پورته کیږي.

والي زیاته کړې چې د برښنا پدې سټیشن د برید تر څنګ د اوکراین په توغندیو کې د اورګاډي پټلۍ او د برښنا مزي هم لګیدلي چې د څو ساعتونو لپاره پدې ښار کې د اورګاډیو تګ راتګ ځنډیدلی و.

د بیلګرود ښار د اوکراین او روسیې ګډې پولې سره نږدې پروت دی او د پنجشنبې په ورځ هم د اوکراین په یو برید کې پدې سیمه کې د وسلو یوه ډیپو له منځه تللې وه خو معلومه نشوه چې په ډیپو کې څه ډول وسلې ساتل کیدې او آیا دا چې کوم څوک پکې وژل شوي که نه.

روسیې تیره اووني شکایت کړی و چې پدې سیمه باندې د اوکراین د توغندیو بریدونه ډیر شوي.

د روسیې په ښار دا برید داسې مهال کیږي چې روسیې د اکټوبر په ۱۰ مې د اوکرین په مرکز کیف او څو نورو ښارونو ښار باندې راکټي بریدونه وکړل او تر لسو ډیر کسان پکې ووژل شول.

د کیف ښار امنیه قوماندانۍ په یوه رسمي اعلامیه کې لیکلي چې، دا راکټونه د ښار په مرکزي ساحو کې د ګڼې ګوڼې پرمهال لګېدلي، ملکي خلکو ته تلفات اوښتي او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.

د کیف برسېره، د اوکراین په نورو ښارونو، لکه لفیف، ترناپیل، او دیپرو کې هم نن د توغندیو لګېدلو له امله لویې چاودنې وشوې.

د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو هم مهاله، د اوکراین ولسمشر زیلنسکي وویل چې ددې بریدونو اصلي مقصد د اوکراین د برېښنا تاسیسات او عام خلک دي.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دې هیواد په پایتخت کیف او ګڼ شمیر نورو ښارونو د روسیې تازه بریدونه وغندي.

ښاغلي سرګې کایلاستیا همدرانګه وغوښتل چې د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو الحاق دې هم په رسمیت نه پيژندل کیږي.

د اوکراین استازي پخپلو خبرو کې وویل چې په ټول اوکراین تازه د روسیې لخوا ۸۴ توغندي او تر شلو ډیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي او ډیرې سیمې تبا شویدي.

ښاغلي کایلاستیا زیاته کړه چې د بریښنا اړوند تاسیسات، د خلکو د اوسیدو ودانۍ، ښوونځي، پوهنتونونه، موزیمونه او سړکونه هغه ځایونه دي چې د روسیې په هوایي بریدونو کې تبا شوي او د روسیې د دفاع وزارت دا بریدونه مشروع بولي.

د اوکراین دې استازي زیاته کړه ، "ټولې نړۍ یو ځل بیا د ترهګر دولت اصلي څیره وکتله چې زمونږ خلک وژني".


XS
SM
MD
LG