د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ وویل، اوکرایني ځواکونو د لیبیا په بنغازي بندر کې د روسیې «مرکوري» جنګي بېړۍ ډوبه کړې او د «انګارا» په نوم یوه بله روسۍ باروړونکې بېړۍ یې هم ویشتلې ده. د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف د «مرکوري» د ډوبېدو پخلی ونه کړ او ویې ویل چې د روسیې دفاع وزارت به د اړتیا په صورت کې معلومات ورکړي.
زېلېنسکي پر اېکس ولیکل چې اوکرایني ځواکونو د یکشنبې په برید کې اووه په اوکراین کې جوړ شوي سمندري ډرونونه کارولي دي. د هغه په وینا، پر «مرکوري» یوه کا-۲۷ پوځي چورلکه هم له منځه تللې ده. هغه وویل چې روسیې «انګارا» د وسلو د لېږد لپاره کاروله.
په اوکراین کې سیمهییزو چارواکو وویل چې د کییف په سیمه کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۱ کسان په دیمر ښار کې پر یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ په برید کې ووژل شول. ژغورونکو یو اووه کلن ماشوم او یوه ۷۹ کلنه ښځه له کنډوالو ژوندي راویستل.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې امریکا د سولې هڅې پر مخ وړي. د متحده ایالاتو یوه ځانګړي استازي، جېرډ کوشنر د یکشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی اوکراین ته د ناټو د تړون د پنځمې مادې په څېر پر امنیتي تضمینونو غور وکړي. کوشنر په دې اړه خبرو ته د روسیې چمتووالی «یو مهم ګام» وباله او ویې ویل چې دا ښايي د سولې په اړه د مسکو د جدي دریځ نښه وي.
د کوشنر په وینا، هر وړاندیز شوی تضمین باید روښانه، د باور وړ او په لیکلې بڼه وي. دا ډول ژمنه به د امریکا د اساسي قانون او د کانګرس له کړنلارو سره سم د ټرمپ تصویب ته اړتیا ولري. کوشنر وویل، ټرمپ به دا ګام یوازې هغه وخت واخلي چې باوري وي دا ژمنه د امریکا په ملي ګټه ده او پراخ امنیتي تدابیر د بل برید د مخنیوي لپاره دومره اغېزمن دي چې پر تضمین د عمل اړتیا به په ډېر کم احتمال پیدا شي.
کوشنر وویل، تر اوسه وروستۍ هوکړه نه ده شوې. واشنګټن غواړي په راتلونکو اوونیو کې له اوکراین، اروپايي شریکانو او روسیې سره د اوکراین پر تضمینونو او له جګړې وروسته د اروپا پر امنیت یوځای خبرې وکړي. د ده په وینا، موخه دا ده چې اوکراین خپلواک او خوندي پاتې شي او د بلې جګړې خطر راکم شي.
فورم \ دبحث خونه