د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې په هوایي برید کې د یو ښوونځي ودانۍ یوه برخه نړیدلې


د کندز په ولایت کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جکړو زور اخیستی دی
د کندز په ولایت کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جکړو زور اخیستی دی

د کندز په ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې نن د شنبې سهار وختي ۴:۳۰ بجې د کندوز د ښار منځ کې د خواجه مشهد سیمه کې پر یو ښوونځي جنګي الوتکو بم غورځولی چې له امله یې د دغه ښوونځي یوه برخه نړیدلې ده.

د کندز د معارف ښاري مدیر جنت ګل ناصري وايي چې د بم غورځولو له امله د ښوونځي یوه برخه ویجاړه شوې ده او پاتي خونې هم تخریب شوي دي.

هغه زیاتوي چې سهار وختي په ښوونځي کې څوک نه وو، نو ځکه په دغه برید کې چاته د سر زیان نه دی رسیدل.

خو د ښاغلي ناصري د وینا له مخې په دغه برید کې د ښوونځي شاوخوا کورونو کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت د مطبوعاتي دفتر مسول نعمت الله تیموري وايي چې بیګاه شپه د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ د خواجه غلطان په سیمه کې جګړه روانه وه، چې د قاطع ملاتړ له قواو څخه په کې مرسته غوښتل شوې وه، چې د هوايي قواو له خوا په کوردینات کې اشتباه شوې او د خواجه غلطان د مکتب د شاوخوا سیمې پر ځای یې د خواجه مشهد ښوونځی بمبار کړی دی.

تراوسه د قاطع ملاتړ ماموریت په دې هکله څه نه دي ویلي.

عیني شاهدان وايي چې سهار د لمانځه وخت یوه جیټ الوتکه د خواجه مشهد پر ښوونځي چې د کورونو منځ کې دی راټیټه شوه او بم یې وغورځاوه.

ارزګان کې ملکي تلفات

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې اوړمه شپه د ترینکوټ ښار سره نږدې د شپنیو عملیاتو پروخت شپږ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نورټپیان شوي دي.

دا چارواکي وايي دا پیښه د ترینکوټ ښار په شپږ کیلو مترۍ د سجاول په سیمه کې رامخې ته شوې ده.

د چارواکو د وینا له مخې د پیښې ۱۴ ټپیان په ترینکوټ کې روغتون ته لیږدول شوي.

په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ سره په مرکه کې پیښه تائید کړې، خو ویلي دي چې د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG