د لاس رسي وړ اتصالات

مسرت هلالي د پاکستان د سترې محکمې غړې شوه 


 مسرت هلالي د پاکستان د سترې محکمې د دوهمې ښځینه غړې په توګه لوړه وکړه
مسرت هلالي د پاکستان د سترې محکمې د دوهمې ښځینه غړې په توګه لوړه وکړه

د پیښور اوسیدونکې مسرت هلالي د جمعې په ورځ جولای اومه (چنګاښ ۱۶) د پاکستان د سترې محکمې د قاضي په توګه لوړه وکړه او پدې توګه ددې هیواد د سترې محکمې دوهمه ښځینه غړې شوه.

د پاکستان د قانون له مخې ددې هیواد ستره محکمه باید ۱۷ غړي ولري چې د مسرت هلالي په ورتګ سره یې شمیر ۱۶ ته رسیدلی او یوه څوکۍ لاهم خالي ده.

د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پېښور د عالي محکمې مشره قاضۍ مسرت هلالي د پاکستان د قضایي کمیسیون د وړاندیز او د پارلماني کمیټې د تائید په اساس د سترې محکمې د غړې په توګه منظوره کړه.

له آغلې مسرت هلالي څخه دمخه بله قاضۍ عايشه ملک تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی و.

د پاکستان د سترې محکمې غړې عایشه ملک
د پاکستان د سترې محکمې غړې عایشه ملک

۶۲ کلنه مسرت هلالي د پېښور پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده. له دې دمخه هغې د پاکستان په مختلفو قضایي ادارو کې دندې ترسره کړې دي.

د امریکا غږ ډیوه رادیو د رپوټ له مخې، د مسرت هلالي پلار خانمیر هلالي د پښتو یو وتلی شاعر او ادیب وو او تر یو وخته پورې د خان عبدلغفار خان (باچا خان) سره په خدايي خدمتګار تحریک کې شامل و، چې باچا خان پخپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کې هم یاد کړی دی.

خو ځینې تاریخ پوهان وایي وروسته بیا خانمیر هلالي د باچا خان د خدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی او د "افغان جرګه " په نوم یې د څو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی وو.

دوهمه ښځینه قاضي پداسې حال کې د پاکستان د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه کوي چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې واکمنو طالبانو د ښځو پر کار او د شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعلیم بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG