د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په ځانمرګي برید کې لږ ترلږه لس تنه وژل شوي


په سیمه کې امنیتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو دفتر په نښه شوی دی.
په سیمه کې امنیتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو دفتر په نښه شوی دی.

د هلمند د ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو پر دفتر ځانمرګی برید شوی چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

تراوسه لا په دې پیښه کې د وژل شوو او ټپي شوو هویت څرګند نه دی.

پېښه نن غرمه ۱۲ بجې د لښګرګاه ښار د دوهمې حوزې په نمرو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د ولایتي روغتون یو ډاکټر امریکا غږ ته وویل، د پیښې له ځای څخه لس مړي او لس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

هلمند کې د پولیسو قوماندانۍ پېښه تائیده او امریکا غږ اشنا راډیو ته یې ویلي چې دا برید یوه پلي ځانمرګي برید کونکي ترسره کړی دي.

امنیتي چارواکي وایي، د چاودیدونکو توکو ډک یو کرولا ډوله موټر لاهم په دغه سیمه کې ولاړ دی او امنیتي ځواکونه په دغه موټر کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو د شنډلو په هڅو بوخت دي.

دغه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي په پېښه کې مرګ ژوبله هم شته خو دقیق شمېر يې لاهم څرګند شوی نه دی .

د پېښې یوه عیني شاهد روح الله امریکاغږاشنا رادیو ته وويل چي د پېښې په ځای کې یې د شپږو وژل شویو کسانو جسدونه لیدلي، خو هغه زیاتوي چې ممکن تلفات تر دې ډير وي.

په سیمه کې امنیتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو دفتر په نښه شوی دی.

د هلمند له تازه نا امنیو څخه را وروسته د ملي امنیت د ادارې په چوکاټ تازه سرتیري ګمارل شوي چي په هلمند کې ورته په عامه ژبه " سونګریان " وايي.

دغه سرتیري په شخصي جامو کې فعالیت کوي او د وسله والو طالبانو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي.

تراوسه لا کومې ډلې ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG