نن د جمعې په ورځ لس باندې یوولس بجې د کابل ښار په لویدیځه خوا په شپږمه حوزه کې د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر استاد عبدالعلي مزاري د درویشتم تلین په مناسبت د " مزاري" په جومات کې د جوړې شوې غوڼډې له ځای سره نږدې چاودنه شوې، چې لږ ترلږه لس تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یو ځانمرګي بریدګر د استاد عبدالعلي مزاري د درویشتم تلین د غونډې له ځای درې سوه متره وړاندې د غونډې لپاره په نیول شوي لومړي امنیتي کمربند کې ځان پورې تړلو چاودیدونکو تکو ته چاودنه ور کړې ده، چې له امله یې د یو پولیس په ګډون لس تنه وژل شوي او د دریو پولیسو په ګډون ۲۲ تنه نورټپیان شوي دي.
ښاغلي رحیمي وویل، د دې پیښې په اړه به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د برید له ځایه نهه مړي او ۱۸ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د دغه برید وروسته هم د عبدالعلي مزاري د درویشتم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې دوام وکړ.
د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د چاودنې وروسته وویل، چې دا چاودنه دا ښيي، چې مونږ په هیواد کې د امنیت په ټینګیدو کې پاتې راغلي یو.
د برید څو شیبې وړاندې همدې غوندې ته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د پخوانیو مجاهدینو یو مشر حضرت صبغت الله مجددي هم ویناوې وکړې.
په دې غونډه کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو او چارواکو د ګډون سربیره د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګونډ او ښاغلي مزاري په زرګونو پلویانو هم برخه اخیستې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.