د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بمي برید شوی


دننګرهار ولایت عامې روغتیا ریس وایي چې له دغه پېښې ورته څلور جسدونه او ۱۲ زخمیان وروړل شوي دي.
دننګرهار ولایت عامې روغتیا ریس وایي چې له دغه پېښې ورته څلور جسدونه او ۱۲ زخمیان وروړل شوي دي.

په ننګرهار کې ولایتي چارواکي وايي،چې د جمعې ورځې سهار لس بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د جلال اباد هوايي ډګر مخې ته د بهرنیو ځواکونو پر کاروان یو ځانمرکی برید شوی، چې له امله یې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان دي.

د ننګرهارولایت د رسنیو دفتر چارواکو امریکا غږ ته وویل،چې په دغه پېښه کې،چې دبهرنیو ځواکونو پر کاروان شوې دلمړنیو معلوماتو له مخې پکې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور زخمیان شوي دي.

دا دفتر وايي دغه معلومات ممکن تغیر وکړي او دتلفاتو شمېره زیاته شي.

دغو چارواکو ونه ویل، چې په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

خو د ننګرهار ولایت عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل،چې له دغه پېښې ورته څلور جسدونه او ۱۲ زخمیان وروړل شوي دي.

هغه وايي،چې ټپیان ټول ملکي وګړي دي او ددرې تنو روغتیایي حالت نازک دی .

ددغه پېښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي،چې په دغه ځانمرګي بریدکېبهرنیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ټپیان یې د پیښې له ځایه په چورلکو کې یې پورته کړي دي.

طالبانو په یو بیان کې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په برید کې دوه غټ امریکايي ټانکونه په ټولیزه توګه ویجاړ شوي او په کې سپاره ټول امریکان وژل شوي دي.

همداشان د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې دا برید جواد کندهاري په نوم د کندهار ولایت یو تن له خوا تر سره شوی دی.

تر اوسه نړیوالو ځواکونو په دغه برید کې دوی ته د سر د پیښ شوي زیان په هکله د طالبانو د ادعا په باب څه نه دي ویلي.

په تېرو دوه ورځو کې دا د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې دویمه پېښه ده،چې پر بهرنیو ځواکونو تر سره کېږي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ننګرهار دولایت مقام شاهي قصر ماڼۍ مخې ته دملي اردو یوه سرتیري پر بهرنیو ځواکونو خپله پیکا راښکته کړه،چې له امله یې دیوه بهرني سرتیري سربېره دملي اردو دوه منسوبین ووژل شوی او د رپوټونو له مخې اوه بهرني سرتیري پکې ټپیان شول.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ دفتر په یو بیان کې د ننګرهار په قصر کې په برید کې د خپل یو عسکر وژل تائید کړي دي.

XS
SM
MD
LG