د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په جومات کې دننه ځانمرګی برید شوی


تصویر: له ټولنیرو رسنیو څخه اخیستل شوی
تصویر: له ټولنیرو رسنیو څخه اخیستل شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار د وزیر اکبر خان په جومات کې دننه ځانمرګی برید شوی دی.

د وزارت ویاند طارق آرین وايي چې په برید کې د وزیر اکبر خان د جومات خطیب محمد ایاز نیازی او یو لمونځ کوونکی وژل شوي او لږ تر لږه درې نور کسان ژوبل شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ویلي وو‌ چې ښاغلی ایازي له برید وروسته روغتون ته انتقال شوی دی او ژوبل دی.

ولسمشر غني غني دا برید غندلی دی. د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: "پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی."

د وزیر اکبر خان جومات د کابل ښار په لسمه ناحیه کې دی. برید د سه شنبې په ماښام جون ۲ (غبرګولي۱۳) شوی دی.

ښاغلي آرین ویلي دي‌ چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې ځینې چاودېدونکي‌ توکي هم موندلي او خنثی کړي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه منلی خو د کورنیو چارو وزارت وايي: "دا د دین او اسلامي ارښتونو خلاف د ترهګرو د ناوړو عملونو سلسله ده." افغان حکومت وسله وال طالبان او د داعش ډلې "ترهګر" ګڼي او په افغانستان کې ډېر ځانمرګي بریدونه هم طالبان کوي.

دا برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې په کابل کې د خبریالانو په یو موټر باندې چاودنې کې دوه خبریالان ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.

تر دغې پېښې مخکې د کابل په ښار کې د نسايي ولادي په روغتون باندې وسله والو ډله ایز برید وکړ او د یو شمېر ښځو او ماشومانو په ګډون یې شاوخوا ۱۳ تنه ووژل.

د دغو دواړو بریدونو مسولیت د داعش ډلې اخیستی دی. ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د حقاني شبکه د داعش ډلې سره همکاري لري او په کابل او نورو ولایتونو کې ورته د پیچلیو بریدونو لپاره زمینه سازي کوي.

XS
SM
MD
LG