د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سره د تړون په ضد د طالبانو نوې ډله جوړه شوې- ملګري ملتونه


ملګري ملتونه وايي د سولې په اړه د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلافات شته
ملګري ملتونه وايي د سولې په اړه د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلافات شته

ملګرو ملتونو د امریکا-طالبانو سره د تړون، د طالبانو او القاعده ترمنځ‌ د اړیکو او په افغانستان کې د داعش او نورو بهرنیو جنګیالیو د موجودیت په اړه تازه راپور خپور کړ.

د راپور د خپرېدو نېټه د مۍ۲۹ ښودل شوې خو مطبوعاتو ته نن دوشنبه جون۱ (غبرګولي۱۲) راووت.

په راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانو په منځ کې د سولې او له امریکا سره د تړون په اړه مختلف نظرونه موجود دي‌ او داسې نه ښکاري چې دا تړون دې کامیاب شي.

وايي د طالبانو په منځ کې د "حزب ولایت" په نامه یوه نوې ډله جوړه شوې چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون خلاف ده. راپور وايي ځینو نورو طالب جنګیالیو هم د دغه تړون خلاف خپله لاره بیله کړې ده او له دې پلوه د طالب مشرانو په منځ کې اختلافات پیدا شوي دي.

وايي په قطر کې د طالبانو مشرانو هم له امریکا سره د تړون ټول جزیات خپلو جنګیالیو ته نه دي‌ خپاره کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د سولې په اړه د طالبانو ترمنځ د اختلاف خبره کوي چې څه موده مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې د طالبانو په مشرانو کې هم د نظر اختلاف شته چې امریکا له افغانستان څخه ووځي که نه. هغه ویلي وو چې د طالبانو مشران په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې خپله ګټه کوي.

د طالبانو او القاعدې اړیکي

د ملګرو ملتونو په دغه راپور همدغه راز د طالبانو او القاعده په اړیکو هم خبرې شوي او ویل شوي دي چې دا دواړه ډلې لا هم د یو بل سره اړیکي پالي. وايي د القاعده لوړ پوړي مشران لا هم افغانستان کې دي.

د راپور په اساس د القاعده ډله د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري او د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.

راپور وايي چې طالبانو د امریکا سره د سولې د تړون پر مهال په دوامداره توګه د القاعده ډلې سره سلا مشورې کولې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې تاریخي‌ روابط به ورسره پالي.

د امریکا-طالبانو د تړون یوه مهمه برخه دا ده چې طالبان به بهرنیو اورپکو ډلو سره تماس نه پالي او هېڅ یوې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې افغانستان څخه د امریکا او نورو هېوادونو په خلاف کار واخلي.

د جنګیالیو شمېر

د ملګرو ملتونو په راپور کې یادونه شوې ده چې د اټکل له مخې په افغانستان کې دا مهال د ۵۵زرو او ۸۵زرو ترمنځ طالب جنګیالي موجود وي.

سیګار هم ویلي‌ وو چې ښایي د طالب جنګیالیو شمېر شاوخوا ۸۰زره و، افغان حکومت دا شمېره نه مني.

د ملګرو ملتونو راپور وايي‌ چې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي هم په افغانستان کې موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.

همدغه راز وايي چې طالبانو یو مهال په افغانستان کې په شاوخوا ۳۱ ولسوالیو کنترول لره او اوس دا شمېره ۲۵ ته را کمه شوې ده.

د طالبانو مالي سرچینې

د نشه يي توکو کر کیلی او قاچاق بیا هم په افغانستان کې د طالبانو یوه لویه عایداتي منبع یاده شوې ده. د ملګرو ملتونو راپور وايي چې طالبان د نشه یي توکو د قاچاقو او تولید له لارې پېسې ترلاسه کوي‌ او دا یې لویه عایداتي سرچینه ده.

وايي دا ستونزه لا هم په خپل حال پاتې ده. په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت هم په وار وار ویلي دي چې طالبان د نشه یي توکو د قاچاقو او تولید له لارې پېسې ترلاسه کوي.

راپور وايي‌ په هغو سیمو کې چې په دې وروستیو کې د داعش جګړه ماران ترې شړل شوي، طالبانو په کې بیا نفوذ کړی او د نشه يي توکو تولید او قاچاق په کې بیا پيل شوی او طالبان په کې خپله مالیه اخلي.

په تېرو څو کلونو کې افغان او بهرنیو ځواکونو په هلمند او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو د نشه یي‌ توکو د تولید او پروسس لسګونه فابریکې بمبار او ړنګې کړي چې د دغې ډلې اقتصاد وځپي.

د داعش او حقاني اړیکې

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي دي له دې سره سره چې په افغانستان کې د اعش تر یوې اندازې ځپل شوی دی، خو دا ډله لا هم په افغانستان کې یو خطر دی.

وايي په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر ښايي ۲۲۰۰ته راکم شوی وي خو دا ډله لا هم په کابل او د افغانستان په نورو سیمو د بریدونو وړتیا لري.

وايي استخباراتي معلومات ښيي چې د حقاني شبکه په کابل کې د داعش ډلې لپاره د بریدونو امکانات برابروي. داعش ډله په یوازې ځان د پیچلیو بریدونو توان نلري.

وايي ښایي د داعش ډله دا توان ولري چې په افغانستان کې د یوازینۍ ترهګري ډلې په توګه ځان رادبره کړي، خپلو لیکو ته جنګیالي وګماري او پېسې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت هم د داعش ډلې منلی دی. د جمعې په ورځ په کابل کې د خبریالانو په یو موټر برید وشو او دوه خبریالان یې ووژل. د داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوی کړی دی.

څه موده مخکې د افغانستان د ملي‌امنیت ریاست په افغانستان کې د دغې ډلې د یو شمېر مشرانو د نیولو خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو دا راپور داسې مهال خپریږي چې افغان حکومت او طالبان د یو بل بندیان خوشې کوي او هلې ځلې رواني دي چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي او په افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG