د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور کې د "طالبانو یو مشر وژل" شوی، داعش وايي دوی وژلی


راپورونه وايي د طالبانو قومندان مولوي نیک محمد پېښور کې وژل شوی
راپورونه وايي د طالبانو قومندان مولوي نیک محمد پېښور کې وژل شوی

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وايي چې د دغه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان مولوي نیک محمد رهبرمل په پېښور کې وژل شوی دی.

ښاغلی امرخېل وايي چې دا کس د دوشنبې په ورځ اپریل۱۹ (وري۳۰) وژل شوی.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر رهبرمل نن مازیګر ناوخته د کوزې پښتونخوا د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې مسؤل عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي.»

نوموړي نه دي ویلي چې د طالبانو دغه مهم قومندان څنګه او چا وژلی دی. د رسنیو د راپورونو په اساس د پاکستان لپاره د داعش ډلې ادعا کړې ده چې مولوي نیک محمد هغوی وژلی دی. وايي یو شمېر نور یې ژوبل کړي هم دي.

په خپله وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي وايي چې د پاکستان حکومت د وسله والو طالبانو مشرانو ته پناه ځایونه او جنګیالیو ته یې د روزنې مرکزونه ورکړي دي، خو پاکستان دا خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG