د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پلاوی د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍکار پیلېدو په اړه ایران ته ولاړ


د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د طالبانو حکومت یو لوړپوړی پلاوی د خواف ـ هرات دریمې برخې د ترمیم د پاتې چارو بیا پیل کېدو په اړه د بحثونو لپاره ایران ته ولاړ.

دغه ادارې د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ددې پلاوي سفر د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې د رئیس مولوي بخت الرحمن شرافت په مشرۍ تر سره کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه پلاوی به د خواف ـ هرات دریمې ټوټې د ترمیم د پاتې چارو بیا پیل کېد تر څنګ د انتقالاتو پر بیا پیل او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي او تخنیکي زده کړو پروګرامونو د برابرولو په اړه هر اړخیزه بحثونه وکړي.

د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې چې ایراني چارواکو افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره لیدنه کې، په دغه هیواد کې د اوسپنې پټلۍ زیربناوو کې پانګونې ته زړه ښودلی و.

د هرات ـ خواف د اوسپنې دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۴۰کیلومتره یې د ایران او ۸۵ کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.

د خواب ـ هرات د اوسپنې پټلۍ دریمه برخه چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري د هرات ولایت له زنده جان، انجیل او غوریان ولسوالۍ څخه په تېرېدو د غوریان ولسوالي د هرات له هوايي ډګر سره نښلوي.

د افغانستان تیر حکومت د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ دریمې برخې جوړولو تړون د ۵۸.۵ میلیون ډالرو پخ ارزښت له یو قزاقستاني شرکت سره کړی و او تر هغه وروسته د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې پر لسمه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ایراني ولسمشر لخوا په انلاین توګه پرانیستل شوه.

ویل کیږي چې اوس مهال د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ ځیني برخې بیرته خرابې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.

هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په یو کال کې د شپږ میلیونه سوداګریزو توکو او د یو میلیون مسافرو د انتقالولو ظرفیت لري.

د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.

XS
SM
MD
LG