د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تر جنګ وروسته ترافيکي پېښو ډېر امریکايي عسکر ټپیان کړي - راپور


یوازې جنګ جګړې او د وسله والو بریدونه نه دي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته تلفات او زیان اړوي.

یو نوی راپور وايي د جنګ او وسله والو بریدونو تر څنګ په افغانستان او عراق کې ډېر نور امریکايي پوځیان په ترافیکي او له لوړو ژورو څخه د غورځېدو او نوروپېښو کې ژوبل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یو تحقیاتي ټیم د شاوخوا ٣٠ زرو امریکایي پوځیانو د معلوماتو له ارزونې وروسته ،چې د ٢٠٠٣ او ٢٠١۴ کلونو ترمنځ ټپي شوي دي، دغه شمیرې په ډاگه کړي دي.

دا څیړنه ښیي چې په دغه موده شاوخوا نیمایي امریکایي پوځیان په چاودنو کې ټپيان شوي او نور ١٥ فیصده یې په مرمیو ټپي شوي دي.

خو په دغه موده کې په افغانستان او یا عراق کې د ټپي شویو امریکایي پوځیانو ٣۴ فیصده یې د جگړې په ډگر کې نه بلکه د موټرو د ټکرونو په شان پیښو کې ټپیان شوي دي او همداشان یو شمیر سرتیري د ماشین الاتو د استعمال او یا هم په سپورتي لوبو کې ټپي شوي دي.

یوه نوې څیړنه ښیي چې عراق او افغانستان ته د استول شویو امریکایي سرتیرو له هرو دریو څخه یو تن د جگړې په ډگر کې نه بلکه د موټرو په ټکرونو او نورو پیښو کې زخمي شوي دي.

ددغې څیړنې یو لوړپوړی څیړونکی ډاکتر کیون اکرس ویلي دي چې د امریکایي پوځیانو له خوا د درندو پوځي ماشین الاتو استعمال ته په پاملرنې سره ددغه ډول ټپي کیدنو احتمال موجود دی.

څیړنه وايي د امریکا د هوایي قواو ٦٨، سمندري ځواکونو ۴٨ او د نورپوځ ٣٥ فیصد سرتېري په غیر جنگي پېښو کې ټپي شوي دي.

خو ددې سره سره دغه نوې څیړنې یواځې هغو امریکایي پوځیانو ته اوښتی تاوان ارزولی چې روغتونونو ته انتقال شوي دي، پداسې حال کې چې زیات شمیر سرتیري د ټپونو د خفیفوالي او یا نورو علتونو په وجه ښایي روغتون ته نه وي انتقال شوي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي. د ۲۰۰۱ کال له پیل راهېسې چې امریکا په افغانستان کې دخیله شوې ده، په روان جنګ کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ سرتېري وژل شوي او زرګونه نور یې ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG