د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولسن: پاکستان باید طالبانو او ترهگرو ته نور په خپل هیواد کی ځای ور نکړي


جنرال نیکولسن د افغان امنیتي ځواکونو د تیرو اوو میاشتو د کړنو د ارزونې په کنفرانس کې خبرې کولې
جنرال نیکولسن د افغان امنیتي ځواکونو د تیرو اوو میاشتو د کړنو د ارزونې په کنفرانس کې خبرې کولې

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، په دغه درې ورځني کنفرانس کې به د وسله والو مخالفانو پر وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د پسرلي او دوبي د موسمونو عملیات او هم د وسله والو مخالفانو پوځي تحرکات ارزیابي شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې دا کنفرانس نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت په انګړ کې پیل شوی او په لمړۍ ناسته کې یې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغان امنیتي ځواکونو د ادارو د لوړپوړو چارواکو د ګډون ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون کړی و.

جنرال وزیري وایي د دغه کنفرانس د جوړیدلو هدف د افغان امنیتي ځواکونو د تیرو اوو میاشتو د کړنو ارزونه ده.

جنرال وزیري وویل "زمونږ د قوتونو فعالیتونه او د دښمن ټول فعالیتونه وارزوي، په کومو برخو کې مونږ بریالیتوبونه درلودل، په کومو برخو کې مو کمزورۍ درلودلې، چې هغه کمزورۍ ټولې وارزوي او د راتلونکي موسم لپاره د هغې د حل لپاره او د دښمن د فعالیتونو د شنډولو لپاره لازم تصمیمونه ونیسي".

دې غونډې ته جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې د افغان امنیتي ځواکونو بریالیتوبونو یادونه وکړه او د افغان ځواکونو د کمزورو ټکو د پیاوړتیا لپاره چې په راتلوونکي کې ورته پاملرنه وشي هم سپارښتنې وکړې.

د افغان امنیتي ځواکونو د تیرو اوو میاشتو د کړنو د ارزونې په کنفرانس کې د جمهور رئیس غني گډون
د افغان امنیتي ځواکونو د تیرو اوو میاشتو د کړنو د ارزونې په کنفرانس کې د جمهور رئیس غني گډون

جمهور رئیس خبرداری ورکړ چې ښایي په راتلوونکو دریو اونیو کې جگړې سختې شي او زیاته یې کړه "جگړه د نا اعلان شوي حالت څخه اعلان شوي حالت اوښتې ده."

د جنرال وزیري په وینا دې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل "تروریستان او طالبان د کرښې له هغې خوا څخه راځي، باید پاکستان طالبانو او تروریستانو ته نور په خپل هیواد کی ځای ور نه کړي، نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ده، هر هیواد چې وغواړي افغانستان کمزوری کړي نه امریکا ته او نه نورې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ ده".

همدې کنفرانس ته د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس هم ویناوي وکړې.

د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم په خپله وینا کې په تیرو موسمونو کې د افغان ځواکونوبریالیتوبونه وشمیرل او ټینګار یی وکړ چی لا نور ډیر کارونه په مخ کی لري، چې باید قوماندانان د دښمن د پوره نابودۍ پورې له هیڅ ډول هلو ځلو دریغ ونه کړي.

ټاکل شوې ددغه درې ورځني کنفرانس په ترڅ کې ګډونوال د پسرلي او اوړي په موسمونو کی د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو فعالیتونه و ارزوي او نیمګړتیاو ته د حل لارې چارې په ګوته کړي او هم به د ژمي له موسم څخه د ګټې پورته کولو او شفق دوه عملیاتو د تطبیق لپاره لازم تصمیمونه ونیسي.

XS
SM
MD
LG