د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا یوه خیریه موسسه وایي طالبانو درې بریتانویان نیولي


آرشیف
آرشیف

په بریتانیا کې یوې خیریه ډلې د شنبې په ورځ اپریل لومړۍ (حمل۱۲) ویلي چې طالبانو په افغانستان کې درې بریتانویان نیولي او بندیان کړي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان په کوم تور نیول شوي.

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نیول کیدو په هکله څه ندي ویلي.

د پریزیدیوم شبکې په نامه خیریه ټولنې په ټویټر کې لیکلي چې د بندي شویو بریتانویانو د کورنیو غړیو سره د دې مسئلې په اړه کار کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د بندي شويو بریتانویانو د کورنیو سره مرستې کوي او کوښښ کوي چې د بندیانو سره قونسلي اړیکې، له کورنۍ سره تیلیفوني تماس، صحي او حقوقي سهولتونو او نور اړوند مسائیل په کې شامل دي، ټینګې کړي.

د پریزیدیوم شبکې یو غړي سکاټ رچارډز د بریتانیا سکای نیوز سره په مرکې کې وویل چې ګمان کوي د نیول شویو بریتانویانو روغتیایي حالت ښه دی او ښه رویه ورسره کیږي.

ښاغلي رچارډز زیاته کړه، " هیڅ دلیل نشته چې مونږ فکر وکړو د هغوي سره به د شکنجې په ګډون کوم منفي چلند شوی وي. مونږ ته ویل شوي چې هغوي په دومره ښه حالت کې دي لکه څومره چې په دا ډول شرایطو کې توقع کیدی شي".

د دي خیریه بنسټ دغه چارواکي پخپلو خبرو کې په ډاګه نکړه چې دا معلومات یې له کوم ځای څخه ترلاسه کړي او داسې ګمان دی چې په دغو کسانو کې یې دوه د روان میلادي کال د جنوري د میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې بندیان دي خو معلومه نده چې درېیم برتانوی څه وخت نیول شوی.

رچارډز د دې کسانو نومونه نه دي ښودلي او نه یې هم ویلي دي چې دوی له کومو ادارو سره کار کاوه، خو په بریتانوي مطبوعاتو کې ویل شوي چې یو تن نیول شوی کیون کارنویل نومیږي چې د یوې خیریه ادارې لپاره د روغتیایي خدماتو په څانګې کې کار کوي. دویم یې د خیریه کارکوونکو د هوټل مدیر او درېیم یې بیا د یوټیوب مشهور ستوری مایل روټلیج نومیږي.

د پریزیدیوم شبکې په ټویټر کې له طالبانو څخه غوښتل شوي چې ګمان کیږي دغه کسان یې د غلط فهمۍ له کبله نیولي او د هغوي خوشې کیدل یې غوښتي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، دا یې لومړی ځل ندی چې بریتانویان نیسي او بندیان کوي یې.

تیر کال هم دې ډلې د یو برتانوي تلویزیون کامره مین او څلور نور اتباع د شپږو میاشتو پورې بندیان کړي وو خو وروسته یې خوشې کړل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغو پنځو کسانو په افغانستان کې د بریتانیا د حکومت په خیریه ادارو کې هیڅ ډول نقش نه درلود او سره لدې چې افغانستان ته د تګ څخه منع شوي وو، خو بیا هم هلته تللي و.
طالبانو بیا ویلي و چې دغو پنځو بریتانویانو په افغانستان کې داسې کړه وړه کړي وو چې د دې هیواد د قانون او دود او دستور خلاف وو او له همدې کبله نیول شوي و.

XS
SM
MD
LG