د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي حزب د بندیزونو لرې کولو لپاره یو بهرنی پلاوی کابل ته راځي


د اسلامي حزب پر مشر ګلبدین حکمتیار باندې د لګیدلو بندیزونو لرې کول د اجرائیوي کمیسیون په لومړیتوب کې ځای لري
د اسلامي حزب پر مشر ګلبدین حکمتیار باندې د لګیدلو بندیزونو لرې کول د اجرائیوي کمیسیون په لومړیتوب کې ځای لري

د اسلامي حزب مرکچي پلاوی وايي، د سولې د موافقې د عملي کولو اجرایي کمیسیون خپل کار پیل کړی او ټاکل شوې، چې د امریکا او ملګرو ملتونو پلاوی د دغې موافقې د تطبیق لپاره کابل ته راشي.

د افغانستان حکومت او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب تر منځ د سولې د موافقې ګډ اجرائیوي کمیسیون تیره ورځ په ارګ کې پرانیستل شو او نن یې په رسمي توګه په خپل کار پیل وکړ.

د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم، چې د سولې موافقې د تطبیق د اجرائیوي کمیسیون غړی هم دی، امریکا غږ ته وویل، د سولې د مواقې د مادو اړوند ټولو موضوعګانو ته مهالویش جوړ شوی دی، چې له مخې به یې په پرله پسې توګه د دغې موافقې مواد عملي شي.

ښاغلي کریم زیاته کړه، چې د اسلامي حزب له رهبر ګلبدین حکمتیار څخه د بندیزونو لرې کول د دغه کمیسیون په لومړیتوبونو کې ځای لري او ټاکل شوې، چې د افغانستان دولت تر راتلونکو دوه یا درې ورځو پورې له اړوندو هیوادونو او سازمانونو څخه، پر اسلامي حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړي.

د ښاغلي کریم پر وینا، د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره یو بهرنی پلاوی هم کابل ته راځي.

هغه وویل "تر کومه ځایه چې موږ خبر یو، په راتلونکې اونۍ کې به د امریکا او ملګرو ملتونو یو پلاوی د بندیزونو د لرې کولو په تړاو د سولې د موافقې د تطبیق لپاره په کابل کې وي".

لا تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سولې د موافقې د عملي کولو د اجرائیوي کمیسیون د پرانیستلو پر مهال هیله څرګنده کړې، چې دغه ګډ کمیسیون د اسلامي حزب پر رهبر ګلبدین حکمتیار باندې د لګیدلو بندیزونو لرې کولو ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا او د دغه هیواد د ملي امنیت شورا، چې د سولې د موافقې د عملي کولو د اجرائيوي کمیسیون غړيتوب لري، په دې برخه کې له امریکا غږ سره د خبرو کولو ډډه وکړه.

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د عملي کولو اجرائیوي کمیسیون تیره میاشت د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ جوړ شو، چې له مخې یې دغې موافقې الزامي بڼه غوره کړه.

ټاکل شوې چې دغه اجرائیوي کمیسیون، د اسلامي حزب د بندیانو پر خوشې کیدو، د پاکستان د نصرت مینې له کمپ څخه د افغان مهاجرینو بیرته ستنیدو، د اسلامي حزب د وسله‌والو ډلو انحلال او له هغوی سره د اوربند پر څارنې، د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د اسلامي حزب د ادغام پر څرنګوالي او د سولې د موافقې د نورو موادو پر عملي کولو هم کار وکړي.

په دغه کمیسیون کې اکرم خپلواک، فیض‌الله ذکي او مسعود اندرابي د حکومت له خوا، غیرت بهیر، محمدامین کریم او عبدالحکیم حکیم د اسلامي حزب په استازیتوب او عزیزالله دین‌محمد، مولوي عطاالرحمان سلیم، حبیبه سرابي او مولوي عبدالخبیر اوچقوند افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG