د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان یو اورغورځوونکی غر ٢٥٠ کاله وروسته بیا فعال شو


د جاپان د کیریشیما د غرونو لړۍ
د جاپان د کیریشیما د غرونو لړۍ

د جاپان په جنوب کې یو اورغورځوونکی غر وروسته له ٢٥٠ کالو د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ په اور غورځونې پیل وکړ.

ددغې طبیعي پیښې وروسته جاپاني مقاماتو د سیمې له خلکو وغوښتل چې دغې غرنۍ سیمې ته له تگ راتگ ډډه وکړي.

د جاپان د هواپیژندنې ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه غر دمخه په ١٧٦٨ میلادي کال کې اور غورځونه کړې وه.

که څه هم چې د جمعې په ورځ پدې غره کې د اور غورځونې په وجه رامنځ ته شوې چاودنې د جمعې په ورځ کمې شوي خو جاپاني مقاماتو د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې له تگ راتگ ډډه وکړي.

دا پیښه د جاپان کیوشو په ټاپو کې د کیریشیما د غرونو په لړۍ کې شوې ده. د اور غورځونې دغه سیمه د جاپان په جنوب کې په شاوخوا ۱۰۰۰ کیلو متره ساحه کې پرته ده.

جاپان د ارام سمندر د "اور کړۍ" په نامه منطقه کې موقعیت لري چې ١١٠ اور غورځوونکي غرونه په کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG