د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ښځه د سترې محکمې ساتونکو سره په ډزو کې وژل شوې


 د سترې محکمې په دروازه کې دا نښته په داسې حال کې شوې چې نن په کابل کې د پنجشنبې په ورځ مامورین رخصت دي.
د سترې محکمې په دروازه کې دا نښته په داسې حال کې شوې چې نن په کابل کې د پنجشنبې په ورځ مامورین رخصت دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان د سترې محکمې ساتوونکو سره په نښته کې د یوې ځوانې ښځې د وژل کیدو د پیښې د څرنګوالي په باب پلټنې لا روانې دي.

د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن له غرمې وړاندې د افغانستان د سترې محکمې د ودانۍ په ختیځه دروازه کې یوه ښځه د سترې محمکې د ساتوونکو سره په وسله واله نښته کې وژل شوې ده.

د افغانستان د سترې محکمې رئیس محمد یوسف حلیم امریکا غږ اشنا رادیو ته پیښه تائید کړه، خو ویې ویل چې دی د پیښې په وخت د خپل کار په دفتر کې نه وو.

د افغانستان د سترې محکمې یو چارواکي عبدالله عطايي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پیښه هغه وخت رامخې ته شوه چې کله یوې ځوانې ښځې دغې محکمې ته د ننوتلو په هڅه کې د محکمې په ساتوونکو ډزې وکړې، چې په متقابلو ډزو کې هغه هم ووژل شوه.

ښاغلي عطایي وویل " نن له غرمې وړاندې شاخوا په یوولس نیمو بجو یوې ښځې چې وروسته څرګنده شوه، چې د ۲۵ یا ۲۶ کلونو په شاوخوا کې یې عمر درلود د سترې محکمې د مامورینو د ننوتلو دروازې ځي او د دروازې ساتوونکو ته وایي چې ورته دې اجازه ورکړي چې د افغان ټیلې کام شرکت ته لاړه شي، کله چې امنیتي مسولین ورته وایي چې دلته دا شرکت نشته، هغه خپله تومانچه راوباسي او په امنیتي ساتوونکو ډزې کوي چې د ډزو په تبادله کې هغه وژل کیږي".

د سترې محکمې دغه چارواکی وایی، چې په دغه وسله واله نښته کې د دغې محکمې یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پیښې په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پیښې وروسته سیمه د پولیسو له خوا کلابند شوې او د پیښې په باب پلټنې روانې دي ترڅو دا معلومه کړي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي صدیقي وویل " یوه پیښه شوې ده، زمونږ د پلتنې ټیمونه سیمې ته تللي چې دا معلومه کړي چې په ریښتیا څه پیښ شوي دي چې ایا دا کومه تروریستي پیښه وه او که بله کومه انګیزه یې لرله ".

نن د پنجشنبې ورځ ده او په دې ورځ د سترې محکمې په ګډون په کابل کې ټول دفترونه تړلي وي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغان د حکومت وسله والو مخالفانو د افغانستان په عدلي او قضایي ادارو بریدونه زیات کړي دي.

تراوسه لا د نن ورځې د برید هدف څرګند نه دی او نه هم کومې ډلې د برید مسولیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG