د لاس رسي وړ اتصالات

ناڅرګندو وسله والو کندز کې یوه پولیسه وژلې


 عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کندزامنیتي چارواکي وايي، ناڅرګندو وسله والو په دغه ولایت کې یوه ښځينه پولیسه په ډزو وژلې ده.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري نن چهارشنبه سپټمبر ۲ (وږې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «شوره خاک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې وژل شوې پولیسه ۴۵ کلنه وه او د تېرو څو کلونو راپدېخوا یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله.

چارواکي وايي چې بریدګر له سیمې تښتېدلي، خو زیاتوي چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې دا مهال ګڼې ښځينه پولیسې دندې اجرا کوي.

افغان حکومت ویلي چې هڅه کوي په امنیتي لیکو کې د ښځینه پولیسو او سرتېرو شمېر نور هم پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG