د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو کمپ کې یو ښوونکی لسګونه نجونو ته وړیا ښوونه ورکوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې یوه مدني فعال الله میر نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو رژیم له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو وروسته یې فکر وکړ چې په کمپ کې میشت د خپل هېواد ماشومانو نجونو ته د زده کړو زمینه برابر کړي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې الله میر وویل، د دوی د کډوالو کمپ د نفوسو شمېر نږدې ۵۰ زره دی چې پکې د نجونو لپاره دوه ښوونځي دي. نوموړی زیاتوی د کمپ د نفوسو شمېر ته په کتو د ماشومانو لپاره د ښوونځیو شمېر هومره نه دی څومره چې پکار دی.

الله میر وايي:"زما په ښوونځي کې بنیادي زده کړې، لکه پښتو، انګلیسي، اردو او حساب ورښودل کېږي. له ما سره درې صنفونه دي، چې پکې تر ۱۶۰ زیاتې نجونې زده کړې کوي."

د نوموړي په وینا د خپل وړیا ښوونځي د چلولو لپاره ورسره د هېڅ دولتي او غیر دولتي ادارو له خوا مرسته نه کېږي.

الله میر تکل لري چې خپل ښوونځی پراخ کړي چې پکې د افغان کډوالو لویې نجونې هم زده کړې وکړي. هغه وویل:"زه به خپلې هڅې دوامداره ساتم او دا لړۍ به روانه يي."

د کوهاټ ولسوالۍ د افغان کډوالو په دې کمپ کې د الله میر په وړیا ښوونځي کې یوې لس کلنې زده کوونکې زرکې له امریکا غږ سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې له کور سره جوخت ورته د زده کړو زمینه برابره ده. هغې وویل: "زه په درېیم ټولګي کې سبق وایم. غواړم چې لوړې زده کړې ترلاسه کړم او ډاکټره جوړه شم چې د خپل ولس او ملت خدمت وکړم."

زرکه وایي، چې ټول پلرونه دې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره تر ۵۰ زیات کمپونه دي، چې پکې میشت ډېری وګړي شکایت کوي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو شمېره د نشت برابر ده.

د دوی په وینا په کمپونو کې د ښوونځیو د نه شتون له کبله په سلګونه زره نجونې له زده کړو بې برخې دي.

دغه افغان کډوال د خپلو کډوالو نجونو لپاره دا ښوونځی په داسې حال کې پرانیستی چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې وروسته چې د پاکستان ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو ایستل پیل کړي، ډیر افغان کډوال ماشومان په ښوونځیو کې له زده کړو محروم شوي دي.

په پاکستان کې د هغو شخصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو مسؤولین چې د افغانستان نصاب پکې تدریس کیږي، وایي افغانستان ته د افغان کډوالو بیرته تګ له کبله پدې مرکزونو کې د زده کوونکو شمیر هم کم شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG