د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: ځینو ولایتونو کې واورې د لارو د بندیدو او د موادو د کمښت سبب شوي


 په افغانستان کې ۲۳ تنه د واورې د ورښت او شدیدې یخنۍ له امله وژل شوي دي
په افغانستان کې ۲۳ تنه د واورې د ورښت او شدیدې یخنۍ له امله وژل شوي دي

د افغانستان اجراییه ریاست وایي، افغانستان کې وروستۍ واورې اوریدنې د دغه هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د لارو د بندیدلو او د توکو د کمښت سبب شوي دي.

د افغنستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د سږ کال وروستۍ واورې لکه څنګه چې یې اټکل شوی وو، له اټکل څخه ډیرې وې نوځکه د افغان حکومت له خوا له خلکو سره د مرستو لپاره چمتووالی هم د لومړینو اټکلونو له مخې شوی و.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې حکومت مخکې له مخکې چمتووالی لره، خو په ځینو ولایتونو کې د ډير اورښت له امله د ولایتونو د مرکزونو سره د ځینو ولسوالیو ترانسپورتي لارې بندې شوي دي.

ښاغلي عبدالله وویل "په ځینو ولایتونو کې واورې اوریدنو ستونزې جوړې کړي دي، د لارو بندښت یې یوه ده، چې د لارو د بندښت له امله د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره خلکو تګ راتګ باندې یې هم اغیزه کړې ده".

طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت ویاند او بهرنیو اړیکو مشر محمد عمر محمدي امریکا غږ ته وویل د افغانستان ۱۷ ولایتونه د واورې اوریدنې له امله زیانمن شوي دي.

هغه وویل "د افغانستان په ۱۷ ولایاتو کې کې مو ۲۳ تنه «شهیدان» لرل او ۲۴ تنه مو ټپیان لرل،۳۳ کوره په بشپړه توګه له منځه تلي او همداسې ۱۲ نورو کورونو یو څه زیان لیدلی دی د سلواغې له لومړۍ نیټې چې واوره وریږي موږ دا ارقام لرو ".

د دغه وزارت شمیرې دا ښيي چې، د دلو میاشتې له پیله ۴۳۲۱ کورنیو ته په ۲۱ ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو او پیسو مرسته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په مرکزي او شمالي ولایتونو کې خلک واورو د اورښت څخه زیانمن شوې دي.

د غور ولایت د والي ویاند عبد الحی خطیبي وویل"په دې ولایت کې یو تن د بایک ها د کلي څخه چې د فیروز کوه ښاراړوند سیمه ده او یو بل سړي ددې ولایت په مرکزي سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. او دوه نور سړي د لعل او سرجنګل په ولسوالې کې د کوټې د چت لویدلو له امله ټپیان شوي دي".

د تیرې یوې اونې په ترڅ کې په غور کې د اتو ولسوالیو مواصلاتي لارې د خلکو او ترافیکو پر مخ تړل شوې وې دغه اته ولسوالې تولک،شهرک،ساغر،تیوره،پسابند،دولینه، لعل او سرجنګل،او چارسده ولسوالې دي چې د ډیرو اورښتونو له امله یې لارې بندې وې.

که څه هم اوس د غور د اوو ولسوالیو لارې خلاصې دي خو د چارسدې ولسوالۍ لاره لاهم له مرکز سره بنده ده.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي هم امریکا غږ ته وویل" چې نن لس نیمې بجې د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ پهدیو خانه یې پشته یې غور غوري سیمه کې واوره ښویدنه یا برف کوچ شوی دی چې له امله یې د پنجاب،ورس او دایکندي مواصلاتي لاره له بامیانو او پلازمینې کابل سره بنده شوې ده.

ددې واورې ښویدنې یا برفکوچ له امله چاته زیان ندی رسیدلی،د پشته غور غوري کوتل، د شاتو کوتل په سیمه کې چې پنجاب ولسوالې کې دی موقعت لري.

ښاغلي احمدي زیاته کړه"د پنجاب ولسوالۍ په شاتو کوتل کې ډیره سخته واوره وریږي او دوه ماشینونه ددې لارې د واورې پاکولو لپاره هڅه کوي همدارنګه ډیری موټر د احتیاط لپاره درول شوي دي تر څو د واورې ښویدنې له امله له کومې پیښې سره مخ نشي".

د دایکندي ولایت ویاند شیرمحمد انتظار وویل"د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د واورې اوریدنې راپورونه ورکړل شوي دي او د واورې د شدت او توپان په صورت کې د خدیر،نومیش او کجران ولسوالیو د مواصلاتي لارو د تړل کیدلو احتمال شته".

خو هغه ټینګار یې وکړ چې د واورې پاکولو ټیم په ساحه کې شته او د لارې د تړل کیدو په صورت کې به لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG