د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: افغان حکومت د سولې په هڅو کې رښتینی دی


د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو وروسته، دا هلمند ته د ښاغلي عبدالله لومړنی سفر و.
د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو وروسته، دا هلمند ته د ښاغلي عبدالله لومړنی سفر و.

د افغانستان د ملي یوالي د حکومت اجرايي ریس عبدالله عبدالله هلمند ته تللی او هلته یې د حالاتو په اړه له ځايي چارواکو سره ولیدل او خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل ځکه هلمند ته تللی چې هر څه په خپلو سترګو وویني او له یو شمېر سیمه اییزو خلکو سره هم مخامخ وګوري او ستونزې یې واورې.

دا د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو وروسته هلمند ته د ښاغلي عبدالله لومړنی سفر بلل کیږي.

نوموړي همدغه راز له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم څرګندونې وکړې.

اجرايي ریس وویل " افغان حکومت د سولې په هڅو کې رښتینی دی. "

ښاغلي عبدالله داسې مهال دا خبره کوي چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان په مري کې طالب استازو د افغان حکومت له یو شمېر چارواکو سره په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړي.

کور دننه او بهر د دغو خبرو پراخ هرکلی وشو.

د هلمند ستونزې

عبدالله عبدالله وايي د هلمند پر اقتصادي ستونزو سربېره نامني د دغه ولایت یوه بله لویه ستونزه ده.

هلمند هغه ولایت دی چې وسله وال طالبان په کې فعاله دي او په دې وروستیو کې د داعش ډلې د موجودیت په اړه هم راپورونه ورکړل شول.

ده وویل چي په هلمند کي حالات ورته د اندېښنې وړ دي او د حل لپاره به يې هڅي زیاتي کړي .

اجرائیه ریس وويل چي په هلمند کي اصلي ستونزه د غیري مسئولو وسله والو ډلو شتون دی خو ده د کومې ډلې یا شخص نوم وانخیست.

ده زیاته کړه چي پدغه ولایت کي باید یو داسي اقتصادي حرکت وشي چي له جګړې څخه پام اقتصادي بوختیا ته وواوړي .

د هلمند یو شمېر جهادي مشرانو نیوکه وکړه چي مشوروته يې غوږ نه نیول کیږي او دا علت دی چي په دې ولایت کي حالت ورځ تر بلي ناسم لور ته ځي .

په ولایتي ادارو کي د تغیراتو را وستل ، امنیت ، د خلګو او حکومت ترمنځ د واټن لېرې والی او ځيني نور د هلمند د ځايي خلګو عمده غوښتنې وې .

خلګو وويل تر هغو چي په حکومت کي د فساد ضد مبارزه ګړندۍ او اغیزناکهنشي ولس به په اسانۍ سره پر حکومت باور ونشي کړی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG