د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: زما سره د مشورتي لویې جرگې په اړه مشوره نده شوې


عبدالله عبدالله، د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس، ویلي دي چې د سولې د مشورتي لویې جرگې په اړه ورسره مشوره نده شوې او په همدې دلیل پدې جرگه کې گډون نه کوي.

ښاغلي عبدالله دا خبره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په یوه ځانگړې مرکه کې کړې ده.

عبدالله عبدالله، له طالبانو سره د سولې خبرې په اړه هم ویلي دي که طالبان له دې فرصت څخه گټه وانخلي، نو د جگړې د دوام مسؤلیت به هم د هغوی په غاړه وي.

د حکومت اجرائیه رئیس دا هم زیاته کړې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ په "ډیالوگ" کې هم گډون نه کوي.

عبدالله عبدالله د مؤقت حکومت د جوړېدو سره مخالفت ښودلی او ویلي دي چې هېڅکله یې د یو مؤقت حکومت وړاندیز ندې کړی.

عبدالله: زما سره د مشورتي لویې جرگې په اړه مشوره نده شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

XS
SM
MD
LG