د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: انتخابات ما گټلي دي


عبدالله عبدالله چې د خپلو پلویانو يوې لویې غونډې ته یې د افغانستان د دوهم پړاو د ټاکنو د را وروسته حالاتو په باب وینا کوله، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او خپل سیال ټیم په ټاکنو کې په پراخه درغلیو تورن کړل وویل چې د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی حکومت به د یوې ورځې لپاره هم و نه مني.

ښاغلي عبدالله وویل "د ټاکنو ګټونکي وو او ګټونکي یوو".

د ولسمشرۍ دغه کاندید چې په خپل کور کې یې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، چې د ټاکنو په سر له سیال ټاکنیز ټیم سره یې سیاسي مذاکرات هم په ټپه درېدلي دي.

ښاغلي عبدالله وویل ‪"‬نن چې سیاسي مذاکرات په ټپه درېدلي دي، غواړم دا اعلان وکړم، درغلۍ، د درغلیو نتایج او درغلیو د پایلو اعلان نه منو.‪"‬

هغه د خپل سیال کاندید اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم پدې ګرم کړ، چې ګواکې په سیاسي مذاکراتو کې داسې انګیري لکه د ټاکنو وړونکي وي او ورسره د بایلونکي په توګه چلند نه کار اخلي، حتی عبدالله عبدالله په سیاسي مذاکراتو کې داسې وښودله چې دوی ته د چوکیو خیرات ورکول کیږي.

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي نن له غرمې مخکې سره لیدلي وو، خو وروستۍ پایلې ته نه وو رسېدلي.

ښاغلي عبدالله وویل د خلکو حقوق په نظر کې ساتي او د پردې تر شاه هیڅ ډول معامله نه کوي.

هغه د قوماندان احمدشاه مسعود د تلین او د شهیدانو د اونۍ یادونه وکړه په خپلو پلویانو یې غږ وکړ، چې سیاسي مسائل دې له ددغې ورځې له نمانځنې سره نه ګډوي.

هغه وویل چې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې هیڅکله به زور زیاتي ته مخه نه کړي.

ښاغلي عبدالله یو وار بیا د پراخو درغلیو ادعاء کوله، دا یې هم وویل، چې د یو ملیون رایو وضاحت باید ورکړل شوی وای.

د اقتصادي او امنیتي وضعیت د خرابېدو، د کارونو په ټپه درېدل او د ټاکنو له لانجې د سرګردانیو لامل یې هم ځان نه ګاڼه.

ښاغلي عبدالله د امریکا د جمهور رئيس بارک اوباما سره خبرو ته په اشارې وویل، چې زیات توضیحات نه ورکوي، خو هغه سره په خبرو کې د ټاکنو په سر د لانجې د حل یادونه شوې ده.

بل لورته د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وايي، چې د دواړو نوماندانو په نننۍ خبرو کې وروستۍ پرېکړه ندی شوې، خو ناستې به کوي.

که څه هم یوه لورته د ټاکنو کمیسیون د خپلو تخنیکي کارونو د خلاصېدو لپاره لږو ورځو یادونه کوي خو بل لورته د ټاکنو دا کاندید ځان یو ځل بیا د ټاکنو د پایلو نه منونکی بولي، خو لا هم معلومه نده چې د ټاکنو د لانجې وروستۍ حل څه دی.

عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو وغوښتل چې د شهیدانو د اونۍ لمانځل د سیاسي وضیعت سره ګډ نه کړي.

ښاغلي عبدالله په دغه وینا کې د تخنیکي بهیر نه د خپل ټیم د وتلو په باب معلومات ورکړل د ټاکنو خپلواکه کمیسیون یې د خیانت په ترسره کولو تورن کړ.

که څه هم ښاغلي عبدالله وویل چې تقلبي حکومت به د یوې ورځې لپاره هم و نه مني او د خلکو له حقه به تیر نه شي، خو هغه په خپلو څرګندونو کې په بشپړه توګه د خپل سیال ټیم سره د خبرو پریکون هم اعلان نه کړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې هره پریکړه چې په راتلونکی کې یې کوي د خلکو سره په سلا مشوره به یې وکړي.

هغه د خپل سیال ټیم سره د خبرو په هکله وویل چې د خلکو له غوښتنو پرته به هیڅ اقدام و نه کړي هغه وویل چې د افغانستان اوسنې وضیعت مسول دی نه دی.

ښاغلي عبدالله وویل چې د درغلیو په نتیجه کې به د ټاکنو نتایج و نه مني.

XS
SM
MD
LG