د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله هم ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید شول


په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نن یکشنبې پای ته رسېږي افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم راتلونکو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړل.

په راتلونکو ټاکنو کې امرالله صالح د ولسمشر غني لومړی او سرور دانش یې دوهم مرستیال دی.

ښاغلي‌ غني‌ د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې تر نوم لیکنې وروسته وویل چې پلانونه به یې پر سولې، امنیت او غوره حکومتوالۍ ولاړ وي.

ښاغلي غني زیاته کړه "سوله زموږ هدف دی، طالبان دوه انتخابه لري، طالبان غواړي له پاکستانه استازيتوب وکړي او که له افغانستان څخه، که له پاکستان څخه استازیتوب کوي موږ به له پاکستان سره خبرې وکړو."

هغه وویل، د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي یې اساسي هدف دی او زیاته یې کړه که راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي اساسي قانون به بشپړ عملي کړي‌ او د ټولو افغانانو لپاره به د حقونو برابري رامنځته کړي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړ. عنایت الله بابر فرهمند د ښاغلي عبدالله لومړی او اسدالله سعادتي یې دوهم مرستیال دی.

د جمعیت اسلامي ګوند تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې ښاغلی عبدالله یې د خپل ګوند له ادرسه راتلونکو ټاکنو ته د کاندید په توګه غوره کړی دی. ښاغلي عبدالله هم وویل چې "نن مې د جمعیت اسلامي ګوند د کاندید په توګه نوم ولیکه."

هغه زیاته کړه که بریالی شي اجرائیه ریاست به له دوو مرستیالانو سره د نوموړي د «ثبات او همپالنې» په نوم ټېم کې شامل وي.

هغه له وسله والو مخالفینو هم وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او قدرت ته د رسېدو لپاره د «مشروع ټاکنو» له لارې هڅه وکړي.

په هند کې د افغانستان پخواني‌ سفیر شیدا محمد ابدالي او نورالرحمن لېوال هم راتلونکو ټاکنو ته ځان کاندید کړل.

عبدالبصیر سالنګي د ښاغلي بدالي لومړی او ذالفقار امید یې دوهم مرستیال دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‌مخې تر دا مهاله په ګډون ۱۶تنو راتلونکو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي‌ دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا د محمد اشرف غني سربیره زلمي رسول، محمد حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفيظ، فرامرز تمنا، حکیم تورسن، رحمت الله نبیل، احمد ولي مسعود، نورالحق علومي، ګلبدین حکمتیار او محمد ابراهیم الکوزي او عبدالطیف پدرام تر اوسه نومونه ثبت کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹مه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG