د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د پاکستان په غوښتنه تورخم کې اوربند شوی


د تورخم په سیمه کې د تیرې شپې په جګړه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د تورخم په سیمه کې د تیرې شپې په جګړه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل، چې دا جګړه لومړی د پاکستان د ځواکونو له خوا پیل شوه.

ښاغلي عبدالله وویل " سره له دې چې د افغانستان له اړخه د مختلفو لارو هغوی ته اطلاع ورکړل شوې وه چې دا کار د هغه تفاهم سره په مخالفت کې دي چې په دې برخه کې شته دی، دا باید ترسره نه شي، هغوی نه یوازې وغوښتل چې تاسیسات جوړکړي بلکې زمونږ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د انداختونو په ترسره کولو سره یې یوه جګړه رامنځ ته کړه ".

خو اجرائیه رئیس وویل چې د تیرې شپې جګړې وروسته اوس په تورخم کې د پاکستان د پوځ په غوښتنه اوربند ټینګ شوی دی.

ښاغلي عبدالله د پاکستاني ځواکونو پروړاندې د افغان امنیتي ځواکونو جګړه وستایله او ویې ویل چې په دغه جګړه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ هم په یو بیان کې په تورخم کې د افغان سرحدي ځواکونو سره جګړه تائید کړې او ویلي دي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو پوځي تاسیسات جوړول چې د افغان ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې نښته کې ددغه هیواد یو سرتیری ټپي شوی دی.

د افغانستان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تورخم په بندر کې د تیرې شپې جګړې وروسته اوس وضعیت ارام دی، خو د کرښې په دواړو خواو کې ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي چې نن سهار یې د تورخم څخه لیدنه کړې وایي چې د تیرې شپې د اوو ساعتونو جګړې وروسته اوس په دغه سرحدي سیمه کې حالات ارام دي خو لا هم د کرښې دواړو خواو ته پراته ځواکونه یو بل ته ګوته په ماشه دي.

تېر ماخستن نهه بجې د تورخم سرحدي ښارګوټي کې افغان او پاکستاني ځواکونه وروسته له هغې په جګړه واووښتل چې پاکستان غاړې غوښتل د تورخم په زنځیر دروازه ولګوي،خو افغان غاړې یې مخالفت وکړ.

جګړې د تېرې شپې له نهو بجو نیولې تر سهار څلور بجو پورې دوام کړی دی .

زمونږ همکار ذبیح الله غازي د تورخم له ښارګوټي څخه په خپل رپوټ کې وايي چې ولسي خلک د دیوالونو غاړو ته ددې لپاره ناست دي،چې هسې نه بیا ځلې جګړه ونښلي.

پاکستانیو ځواکونو د تورخم کمیسارۍ ودانۍ په توپ ویشتلې او دغلته د یو جومات څنډه هم په راکټ لګېدلې چې یوه برخه یې تخریب شوې ده .

په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو د لومړي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خېل په سیمه کې امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان قواوو د تېرې ورځې له سهار راهیسې جګړې ته خوښه کړې وه ،ځکه چې ټانکونه یې مورچو ته وخېژول او ځای پر ځای یې کړل.

هغه وویل "مونږ ورته وویل چې دغه دروازه مه لګوئ،کنه انجام به یې ښه نه وي،خو هغوی ویل چې نه مونږ ته اسلام اباد امر کړی دی.

لومړی هغوی زمونږ دمرال د ضعف لپاره زمونږ پر خوا د ټانک ډز وکړ او وروسته جګړه ونښتله چې په پایله کې یې زمونږ یو سرحدي پولیس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي".

نوموړی وايي په جګړه کې هغې غاړې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

ښاغلی حسین خېل وايي پاکستاني ځواکونه یې په شاه تنبولي او د دروزاې نصب ته یې نه دي پرېښودلي.

تورخم په ښارګوټي کې سلګونه کسان راټول شوي وو او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول، دوی ویل چې د ډیورنډ کرښه نه مني.

اوس مهال د تورخم دروازه په کلي توګه د مسافرو پر مخ بنده شوې او هره شېبه د بیا ځلې جګړې شونتیا پېښېدلې شي،ځکه تر اوسه ډز بندیز نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG